اطلاعات روز: د جان آغا په نوم يو کس خپله اتلس کلنه لور چې د عصبي ناروغۍ له امله په پنجر کې بنده کړې ده.
دغه نجلۍ اسيه نوميږي او د ژوند تر نيمايي ډېره برخه يې په فقس کې تېرېږي.
د هغې پلار جان آغا اطلاعات روز ته وويل، بې بې اسيه د درې کلونو په عمر وه چې يو ډول زورورې تبې په سر ونيوله او وروسته یې په عصبي ناروغۍ اخته کړه چې تراوسه ور څخه کړېږي.
پلار یې وايي، د اسيه عصبي ناروغۍ زیاتوالي دوی مجبور کړل چې پنجره کې یې بنده کړي، او په خبره يې، د کورنۍ د غړو ترڅنګ يې د محل خلک هم ورسره په تکليف و.
ده وويل: دلته ښه نه شوه، پاکستان او هند ته يې د وړلو وس نه لري، ځکه یې خپله لور د سخت غربت او ناچارۍ له امله په قفس کې اچولې ده.
دی زیاتوي، د لور ناروغۍ يې دومره سرګردانه کړی چې اوس خپل ژوند ترې هېر دی.
د هغه په خبره: « زه ډېر سخت ځوریږم چي خپل لور په دغه حالت کې وينم، څه وکړم وس او پيسې نه لرم، د روزانې سړی يم زه هم ولاکه بله دنده لرم.»
په کندهار کې ډاکټران وايي، چې د بې بې اسيه د درملنې لپاره هغه امکانات دوی په لاس کې نه لري چې د هغې تداوي دې پرې وشي.
که څه هم د نورو کلونو په پرتله د افغانستان په روغتيايي سيستمونو کې د پام وړ پرمختګونه تر سترګو کېږي خو بيا هم د بې بې اسيې په ډول د ډېرو داسي ناروغانو درملنه دلته يوه لوېه ننګونه بلل کېږي.
د جان آغا په څېر داسې ډېر نور کسان هم شته چي د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري او يا هم په افغانستان کې امکانات نه ورته برابریږي.
کندهار ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ نور احمد سعيد وايي، تر خپل وس او توان يې ورسره همکاري کړې ده.
حافظ سعید وويل، د بې بې اسيه د پلار نوم يې د هغه کسانو سره په ليست کې ځای پر ځای کړی چې هره مېاشت به د مرستندويه ادارو له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته کيږي.
دی وايې، د امکان تر حده پورې له ټولو دغه ډول کسانو سره مرسته کوي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر دېره حده پورې نړيوالو موسېساتو د روغتيا په برخه کې پانګونه کړې، خو بيا هم افغانان د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.
