یوې کندهارۍ کورنۍ خپله ۱۸ کلنه لور د عصبي ناروعۍ له امله پنجره کې بنده کړې

اطلاعات روز: د جان آغا په نوم يو کس خپله اتلس کلنه لور چې‌ د عصبي ناروغۍ له امله په پنجر کې بنده کړې ده.

دغه نجلۍ اسيه نوميږي او د ژوند تر نيمايي ډېره برخه يې په فقس کې تېرېږي.

د هغې پلار جان آغا اطلاعات روز ته وويل، بې بې اسيه د درې کلونو په عمر وه چې يو ډول زورورې تبې په سر ونيوله او وروسته یې په عصبي ناروغۍ اخته کړه چې تراوسه ور څخه کړېږي.

پلار یې وايي، د اسيه عصبي ناروغۍ زیاتوالي دوی مجبور کړل چې پنجره کې یې بنده کړي، او په خبره يې، د کورنۍ د غړو ترڅنګ يې د محل خلک هم ورسره په تکليف و.

ده وويل: دلته ښه نه شوه، پاکستان او هند ته يې د وړلو وس نه لري، ځکه یې خپله لور د سخت غربت او ناچارۍ له امله په قفس کې اچولې ده.

دی زیاتوي، د لور ناروغۍ يې دومره سرګردانه کړی چې اوس خپل ژوند ترې هېر دی.

د هغه په خبره: « زه ډېر سخت ځوریږم چي خپل لور په دغه حالت کې وينم، څه وکړم وس او پيسې نه لرم، د روزانې سړی يم زه هم ولاکه بله دنده لرم.»

په کندهار کې ډاکټران وايي، چې د بې بې اسيه د درملنې لپاره هغه امکانات دوی په لاس کې نه لري چې د‌ هغې‌ تداوي دې پرې وشي.

که څه هم د نورو کلونو په پرتله د افغانستان په روغتيايي سيستمونو کې د پام وړ پرمختګونه تر سترګو کېږي خو بيا هم د بې بې اسيې په ډول د ډېرو داسي ناروغانو درملنه دلته يوه لوېه ننګونه بلل کېږي.

د جان آغا په څېر داسې ډېر نور کسان هم شته چي د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري او يا هم په افغانستان کې امکانات نه ورته برابریږي.

کندهار ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ نور احمد سعيد وايي، تر خپل وس او توان يې ورسره همکاري کړې ده.

حافظ سعید وويل، د بې بې اسيه د پلار نوم يې د هغه کسانو سره په ليست کې ځای پر ځای کړی چې هره مېاشت به د مرستندويه ادارو له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته کيږي.

دی وايې، د امکان تر حده پورې له ټولو دغه ډول کسانو سره مرسته کوي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر دېره حده پورې نړيوالو موسېساتو د روغتيا په برخه کې پانګونه کړې، خو بيا هم افغانان د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه