زابل ولايت کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۹ کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: زابل کې تېر ماښام د یوې ترافیکي پیښې له امله ۱۹ کسان ټپیان شوي چې د درې تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس شرافت وياړ اطلاعات روز ته دغه پېښه تائیدوي او وایي، چې دغه ترافيکي پېښه د زابل ولايت په جلدک سيمه کې د يوه بايفور موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې.

وياړ وايې، د دې پېښې پر مهال ۱۹ کسان زخميان شوي چي له هغې جملې څخه د‌ درې کسانو روغتيايي حالت نازک دی او د پاتې نورو کسانو صحت د ډاډ وړ دی.

وياړ په خبره، په موټر کې ټول ناست کسان نېښګر وو، او د‌ خپلو کورونو په خوا روان ول چې دغه ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وويل،‌چې د ترافيکي پېښې ځای ته صحي پرسونل او امبولانسونه پر وخت رسیدلې او ټول ژوبل شوي کسان يې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال کړې دي.

ورته مهال د زابل ولايتي روغتون سرطبيب نذير احمد عارف پال اطلاعات روز ته وويل، چي د پېښې له ځايه څخه دوی ته ۱۹ تنه زخميان وروړل شوي چي له هغې جملې د‌ درې تنو روغتيايي حالت نازک او د پاته نور کسانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

په افغانستان کې د ترافيکي پېښو تر ټولو لوی لامل د سړکونو خرابوالی، د ترافيکي قانون نه مراعات کول، او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه