اطلاعات روز: زابل کې تېر ماښام د یوې ترافیکي پیښې له امله ۱۹ کسان ټپیان شوي چې د درې تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.
زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس شرافت وياړ اطلاعات روز ته دغه پېښه تائیدوي او وایي، چې دغه ترافيکي پېښه د زابل ولايت په جلدک سيمه کې د يوه بايفور موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې.
وياړ وايې، د دې پېښې پر مهال ۱۹ کسان زخميان شوي چي له هغې جملې څخه د درې کسانو روغتيايي حالت نازک دی او د پاتې نورو کسانو صحت د ډاډ وړ دی.
وياړ په خبره، په موټر کې ټول ناست کسان نېښګر وو، او د خپلو کورونو په خوا روان ول چې دغه ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وويل،چې د ترافيکي پېښې ځای ته صحي پرسونل او امبولانسونه پر وخت رسیدلې او ټول ژوبل شوي کسان يې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال کړې دي.
ورته مهال د زابل ولايتي روغتون سرطبيب نذير احمد عارف پال اطلاعات روز ته وويل، چي د پېښې له ځايه څخه دوی ته ۱۹ تنه زخميان وروړل شوي چي له هغې جملې د درې تنو روغتيايي حالت نازک او د پاته نور کسانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
په افغانستان کې د ترافيکي پېښو تر ټولو لوی لامل د سړکونو خرابوالی، د ترافيکي قانون نه مراعات کول، او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي.
