ځاځي اریوب اوسیدونکي: نشه یي بوټي نه کرو؛ بدیل اصلاح شوي تخمونه راکړئ

انځور: اطلاعات روز خبریال

خبریال: حبیب الله سراب

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي د طالبانو غوښتنه کوي چې د نشه یي بوټو د نه کر بدل کې اصلاح شوي تخمونه او بوټي راکړئ.

ډیورنډ فرضي کرښې ته پرته ځاځي اریوب د پکتیا له هغو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې ځايي خلک یې تر ډېره په کرکېله بوخت دي.

په دغه ولسوالۍ کې له دې وړاندې د نورو کرنیزو حاصلاتو ترڅنګ په زیاته کچه نشه يي بوټي هم کرل کېدل او له دې لارې به خلکو خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.

د سیمې یو تن اوسېدونکي محیب الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږ کال یې په خپلو کرنیزو ځمکو د نشه يي توکو بوټي نه دي کرلي، خو د دغه په بدل کې له حکومت د اصلاح شویو تخمونو غوښتنه کوي.

اریوب اوسیونکی وایي د نشه یي توکو د نه کر بدل کې د طالبانو اصلاح شوي تخمونه غواړو

هغه وايي: «مونږ ته طالبانو ویلي، چې تاسو به د چرسو بوټي نه کرئ، نو موږ سږ کال هم و نه کرل. خو که مونږ خپلې ځمکې همداسې شاړې پرېږدو، نو له زیاتو اقتصادي ستونزو سره به مخ شو. د دې لپاره دې کرنې ریاست راته اصلاح شوي تخمونه او نور بوټي راکړي.»

د دغې ولسوالۍ د ګل غونډۍ سیمې اوسېدونکی رحیم شاه ځاځي وویل، چې د خلکو اوسنی اقتصادي وضعیت د چرسو په کاروبار ولاړ دی، خو د نوموړي په وینا که بزګرانو ته حکومت بدیل لاره و نه لټوي، نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

نوموړی وايي: «دلته په ځاځي اریوب کې زیاتره خلک په خپلو ځمکو چرس کري او له دې لارې د کورنۍ نفقه پیدا کوي. دا چې سږ کال د چرسو کرلو اجازه نه ورکول کیږي، خو د بزګرانو لپاره دې یوه بله بدیله لاره پیدا کړي، تر څو بزګران په خپلو ځمکو یو څه وکري.»

د اریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ سیمې اوسېدونکی رحیم شاه ځاځي وایي، چې د بزګرانو اقتصادي وضعیت د چرسو په کښت ولاړ دی.

د دغه ولایت د طالبانو چارواکي بیا وايي، د نشه يي توکو د کر، قاچاق او خرڅلاو مخنیوي په موخه یې خپلې هڅې لا ګرنډۍ کړي. 

د طالبانو د والي ویاند ادم خان اوریاخېل خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې به ګڼې کرنیزې پروژې پلې شي او بزګرانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل: «ولایتي اداره په ټوله کې د ځاځي اریوب په ګډون په دې هڅه کې ده، چې خلک د ناروا کاروبار څخه منعه کړي او یو داسې زمینه بزګرانو ته برابره کړي، چې هم ور څخه حلال رزق پیدا کړي او هم د خپلې سیمې لپاره ګټور تمام شي.»

پکتیا کې د طالبانو د والي ویاند ادم خان اوریاخېل خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې به ګڼې کرنیزې پروژې پلې شي او بزګرانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست طالب مسوولین د ځاځي اریوب په ګډون د دې ولایت په ګڼو سیمو کې بزګرانو ته د نشه يي بوټو د نه کر بدیل کې د اصلاح شویو تخمونو د ویش خبر ورکوي.

په دې اړه په کرنې ریاست کې د کرنیزو چارو آمر مومند خروټي اطلاعات روز ته وویل: «مونږ د ځاځي اریوب په ګډون د پکتیا ولایت په شپږو ولسوالیو کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ویشلي او هم مو د باغونو ورکړې لړۍ پیل کړې ده.کرنې ریاست پلان لري، چې هغو سیمو کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړو، چې د نشه يي بوټو له کرلو لاس واخلي.»

طالبانو څو ورځې وړاندې د یو فرمان په خپرولو سره هیواد کې د نشه يي توکو په کر، قاچاق او کاروبار کلک بندیز ولګاوه، چې له دغې پریکړې ځینو نړیوالو بنسټونو هم هرکلی کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه