خبریال: حبیب الله سراب
اطلاعات روز: د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي د طالبانو غوښتنه کوي چې د نشه یي بوټو د نه کر بدل کې اصلاح شوي تخمونه او بوټي راکړئ.
ډیورنډ فرضي کرښې ته پرته ځاځي اریوب د پکتیا له هغو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې ځايي خلک یې تر ډېره په کرکېله بوخت دي.
په دغه ولسوالۍ کې له دې وړاندې د نورو کرنیزو حاصلاتو ترڅنګ په زیاته کچه نشه يي بوټي هم کرل کېدل او له دې لارې به خلکو خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.
د سیمې یو تن اوسېدونکي محیب الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږ کال یې په خپلو کرنیزو ځمکو د نشه يي توکو بوټي نه دي کرلي، خو د دغه په بدل کې له حکومت د اصلاح شویو تخمونو غوښتنه کوي.

هغه وايي: «مونږ ته طالبانو ویلي، چې تاسو به د چرسو بوټي نه کرئ، نو موږ سږ کال هم و نه کرل. خو که مونږ خپلې ځمکې همداسې شاړې پرېږدو، نو له زیاتو اقتصادي ستونزو سره به مخ شو. د دې لپاره دې کرنې ریاست راته اصلاح شوي تخمونه او نور بوټي راکړي.»
د دغې ولسوالۍ د ګل غونډۍ سیمې اوسېدونکی رحیم شاه ځاځي وویل، چې د خلکو اوسنی اقتصادي وضعیت د چرسو په کاروبار ولاړ دی، خو د نوموړي په وینا که بزګرانو ته حکومت بدیل لاره و نه لټوي، نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
نوموړی وايي: «دلته په ځاځي اریوب کې زیاتره خلک په خپلو ځمکو چرس کري او له دې لارې د کورنۍ نفقه پیدا کوي. دا چې سږ کال د چرسو کرلو اجازه نه ورکول کیږي، خو د بزګرانو لپاره دې یوه بله بدیله لاره پیدا کړي، تر څو بزګران په خپلو ځمکو یو څه وکري.»

د دغه ولایت د طالبانو چارواکي بیا وايي، د نشه يي توکو د کر، قاچاق او خرڅلاو مخنیوي په موخه یې خپلې هڅې لا ګرنډۍ کړي.
د طالبانو د والي ویاند ادم خان اوریاخېل خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې به ګڼې کرنیزې پروژې پلې شي او بزګرانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
نوموړي وویل: «ولایتي اداره په ټوله کې د ځاځي اریوب په ګډون په دې هڅه کې ده، چې خلک د ناروا کاروبار څخه منعه کړي او یو داسې زمینه بزګرانو ته برابره کړي، چې هم ور څخه حلال رزق پیدا کړي او هم د خپلې سیمې لپاره ګټور تمام شي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست طالب مسوولین د ځاځي اریوب په ګډون د دې ولایت په ګڼو سیمو کې بزګرانو ته د نشه يي بوټو د نه کر بدیل کې د اصلاح شویو تخمونو د ویش خبر ورکوي.
په دې اړه په کرنې ریاست کې د کرنیزو چارو آمر مومند خروټي اطلاعات روز ته وویل: «مونږ د ځاځي اریوب په ګډون د پکتیا ولایت په شپږو ولسوالیو کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ویشلي او هم مو د باغونو ورکړې لړۍ پیل کړې ده.کرنې ریاست پلان لري، چې هغو سیمو کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړو، چې د نشه يي بوټو له کرلو لاس واخلي.»
طالبانو څو ورځې وړاندې د یو فرمان په خپرولو سره هیواد کې د نشه يي توکو په کر، قاچاق او کاروبار کلک بندیز ولګاوه، چې له دغې پریکړې ځینو نړیوالو بنسټونو هم هرکلی کړی دی.
