اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي ددغه ولايت له مرکزې زندان څخه يې ۴۰ تنه په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته خوشې کړي دي.
د زندان مسوولین وايي له کورنیو يي ډاډ اخیستی ، چي تردې وروسته اجازه نه ورکوي، چي بیا په نشه لاس پوري کړي.
هلمند کې د طالبانو د مرکزي زندان د ټولي قوماندان محمد وايي : « دا کسان اوس له نشې پاک شوي او کورنیو ته يي پکار ده ، چي د هغوئ څارنه وکړي ، ترڅو یو ځل بیا په نشه لاس پوري نه کړي»
له بلي خوا خوشې شوي کسان خوښ دي ، چي یو ځل بیا یې هغوئ ته د نوې ژوند هیلي ورکړې. وايي دا ځل يي ټینګه ژمنه کړي ده ، چي نور به په نشه لاس نه پوري کوي.
له نشي توکو دغه روغ شوي کسان وایي، که طالبان د نشي توکو د کاروباريانو مخه ونیسي نو، د روږدو کسانو شمیر پخپله کمیږي.
د هلمند په مرکزي زندان کې دامهال سلګونه کسان د درملنې په موخه شپې او ورځې سبا کوي.
که څه هم دا معتادان په زندان کې د خوراکي موادو په اړه خوښ دي، خو وايي چې د نشه يي موادو پرېښودلو لپاره د ډاکټرانو او درملو اسانتيا نه لري.
د نړیوالو روغتيايي معيارونو له مخې د اعتياد د درملنې لپاره ۴۵ ورځې په پام کې نيول شوي چې په دې موده کې د ناروغ پر جانبي روغتيايي عوارضو سربېره د هغه ذهني او رواني درملنه هم کېږي.
د طالبانو حکومت تر دوهم ځل واک ته رسېدو دوه مياشتې وروسته دوئ د افغانستان له لويو ښارونو څخه زرګونه معتادین راټول او زندانونو ته یې واچول چې دغه کسان په مياشتو مياشتو په زندانونو کې د درملني په موخه ساتل کېږي.
