طالبانو د هلمند مرکزي زندان څخه په نشه روږدي ۴۰ تنه له درملنې وروسته ازاد کړي دي

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي ددغه ولايت له مرکزې زندان څخه يې ۴۰ تنه په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته خوشې کړي دي.

د زندان مسوولین وايي له کورنیو يي ډاډ اخیستی ، چي تردې وروسته اجازه نه ورکوي، چي بیا په نشه لاس پوري کړي.

هلمند کې د طالبانو د مرکزي زندان د ټولي قوماندان محمد وايي : « دا کسان اوس له نشې پاک شوي او کورنیو ته يي پکار ده ، چي د هغوئ څارنه وکړي ، ترڅو یو ځل بیا په نشه لاس پوري نه کړي»

له بلي خوا خوشې شوي کسان خوښ دي ، چي  یو ځل بیا یې هغوئ ته د نوې ژوند هیلي ورکړې. وايي دا ځل يي ټینګه ژمنه کړي ده ، چي نور به په نشه لاس نه پوري کوي.

له نشي توکو دغه روغ شوي کسان وایي، که طالبان د نشي توکو د کاروباريانو مخه ونیسي نو، د روږدو کسانو شمیر پخپله کمیږي.

د هلمند په مرکزي زندان کې دامهال سلګونه کسان د درملنې په موخه شپې او ورځې سبا کوي.

که څه هم دا معتادان په زندان کې د خوراکي موادو په اړه خوښ دي، خو وايي چې د نشه ‌يي موادو پرېښودلو لپاره د ډاکټرانو او درملو اسانتيا نه ‌لري.

د نړیوالو روغتيايي معيارونو له مخې د اعتياد د درملنې لپاره ۴۵ ورځې په پام کې نيول شوي چې په دې موده کې د ناروغ پر جانبي روغتيايي عوارضو سربېره د هغه ذهني او رواني درملنه هم کېږي.

د طالبانو حکومت تر دوهم ځل واک ته رسېدو دوه مياشتې وروسته دوئ د افغانستان له لويو ښارونو څخه زرګونه معتادین راټول او زندانونو ته یې واچول چې دغه کسان په مياشتو مياشتو په زندانونو کې د درملني په موخه ساتل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه