پکتیا کې یو نړیوال خیریه بنسټ ۲۳۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې د «Islamic Help» په نوم یو نړیوال خیریه بنسټ له ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، دا یې په افغانستان کې د مرستو پیل دی، چې د دوی په وینا له دې وړاندې یې په افریقا کې بېوزله کورنیو سره د مرستې په موخه فعالیت کاوه.

د اسلاميک حیلپ په نوم د یاد بنسټ مشر امجد خان اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز، زرمت او احمد ابا ولسوالیو کې له اړمنو کورنیو سره د ۸ قلمه خوراکي مواد ووېشل.

هغه په دې اړه وویل: «مونږ دلته افغانستان ته په لومړي ځل راغلي یو او په افریقا کې هم فعالیت لرو، نن ورځ مونږ د افغانستان په پکتیا ولایت کې له ۲۳۰۰ کورنیو سره د اته قلمه خوراکي موادو توضیح وکړه، چې په دې کې اوړه، غوړي، ورېژې، بوره، لوبیا، الوګان، پیاز  او چای شامل و.»

امجد خان زیاته کړه، چې د دغه بنسټ له لارې دوی پلان لري، چې د پکتیا سربېره په شمالي او ختیځو ولایتونو کې خلکو ته د خوراکي توکو ترڅنګ جوماتونه او د پاکو اوبو زېرې هم جوړې کړي.

هغه وايي: «مونږ یوازې په دې تمرکز نه کوو، چې خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړو، بلکې مونږ پلان لرو، چې خلکو ته په پکتیا او د افغانستان په شمالي او ختیځ ولایتونو کې خلکو ته د اوبو نلکۍ او جوماتونه هم جوړ کړو.»

په مرسته شویو موادو د پکتیا اوسېدونکي هم خوښ دي، خو وايي نړیوال بنسټونه دې د خلکو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره دایمي سرچینې برابرې کړي.

د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي صادق احمدیار اطلاعات روز ته وویل، چې دغه مرستې به به یې د موقت وخت لپاره شته ستونزه هواره کړي، خو د نوموړي په وینا چې د کاري فرصتونو برابرېدل یې د حل لاره بلل کیږي.

نوموړی وايي: «مونږ په دغو مرستو خوښ یو او مننه ترې کوو، خو دلته باید ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي، تر څو په خپله له دې لارې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

زمونږ غوښتنه له نورو نړیوالو بنسټونو هم دادی، چې د افغانانو اوسنیو ستونزو حل ته باید جدي پام وکړي.»

د نظام له سقوط وروسته له بېلابېلو هیوادونو بشري مرستې راغلې او لاهم دوام لري، خو په ځینو ولایتونو کې د دغو مرستو په نا انډوله ویش نیوکه کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه