اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې د «Islamic Help» په نوم یو نړیوال خیریه بنسټ له ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه بنسټ مسوولین وايي، دا یې په افغانستان کې د مرستو پیل دی، چې د دوی په وینا له دې وړاندې یې په افریقا کې بېوزله کورنیو سره د مرستې په موخه فعالیت کاوه.
د اسلاميک حیلپ په نوم د یاد بنسټ مشر امجد خان اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز، زرمت او احمد ابا ولسوالیو کې له اړمنو کورنیو سره د ۸ قلمه خوراکي مواد ووېشل.
هغه په دې اړه وویل: «مونږ دلته افغانستان ته په لومړي ځل راغلي یو او په افریقا کې هم فعالیت لرو، نن ورځ مونږ د افغانستان په پکتیا ولایت کې له ۲۳۰۰ کورنیو سره د اته قلمه خوراکي موادو توضیح وکړه، چې په دې کې اوړه، غوړي، ورېژې، بوره، لوبیا، الوګان، پیاز او چای شامل و.»
امجد خان زیاته کړه، چې د دغه بنسټ له لارې دوی پلان لري، چې د پکتیا سربېره په شمالي او ختیځو ولایتونو کې خلکو ته د خوراکي توکو ترڅنګ جوماتونه او د پاکو اوبو زېرې هم جوړې کړي.
هغه وايي: «مونږ یوازې په دې تمرکز نه کوو، چې خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړو، بلکې مونږ پلان لرو، چې خلکو ته په پکتیا او د افغانستان په شمالي او ختیځ ولایتونو کې خلکو ته د اوبو نلکۍ او جوماتونه هم جوړ کړو.»
په مرسته شویو موادو د پکتیا اوسېدونکي هم خوښ دي، خو وايي نړیوال بنسټونه دې د خلکو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره دایمي سرچینې برابرې کړي.
د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي صادق احمدیار اطلاعات روز ته وویل، چې دغه مرستې به به یې د موقت وخت لپاره شته ستونزه هواره کړي، خو د نوموړي په وینا چې د کاري فرصتونو برابرېدل یې د حل لاره بلل کیږي.
نوموړی وايي: «مونږ په دغو مرستو خوښ یو او مننه ترې کوو، خو دلته باید ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي، تر څو په خپله له دې لارې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.
زمونږ غوښتنه له نورو نړیوالو بنسټونو هم دادی، چې د افغانانو اوسنیو ستونزو حل ته باید جدي پام وکړي.»
د نظام له سقوط وروسته له بېلابېلو هیوادونو بشري مرستې راغلې او لاهم دوام لري، خو په ځینو ولایتونو کې د دغو مرستو په نا انډوله ویش نیوکه کیږي.
