د طالبانو کابینې غونډه؛ تورخم او سپین‌بولدک بندرونو کې له فساده پاک خلک وګمارئ

اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې اړونده وزارتونو ته دنده سپارلې چې د د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک بندرونو کې د نظم ساتنې، روغتيايي او نورو بيلابيلو ستونزو د حل په موخه خپلې اړونده ادارې په سم ډول فعالې کړي او د خلکو ستونزو ته د رسیدو په موخه دې وړ، په کار پوه او له فساده پاک کافي شمېر کسان په دندو وګماري.

باختر دولتي اژانس نن (پنج‌شنبه، د کب په ۱۹مه) خپل راپور کې ویلي چې د کابينې ۲۶مه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ریاست الوزراء د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او عمومي رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه.

دغه راز په دې غونډه کې اقتصادي کمېسيون ته دنده سپارل شوې، چې د ماليې وزارت اړوند ګمارل شوې کمېټې په ګډون د اصنافو د ثابتې ماليې د نورم کمولو په اړه د ماليې وزارت وړانديز په دقيق ډول وڅېړي او پايله يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز لوی څارنوال شمالي ولایتونو ته د سفر، د حج او اوقافو وزیر په نظامي مرکزونو کې د قران کریم د تفسیر دورې پیل کېدو او د تورخم بندر ارزولو لپاره ټاکل شوي پلاوي خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.

د طالبانو حکومت کابینې په دې غونډه کې همدارنګه عامې روغتيا وزارت ته دنده سپارل شوې چې د «هوخست» په نوم د درمل جوړولو سهامي شرکت د بيا فعاليت موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي او پایله دې د پرېکړې نیولو لپاره اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي او دغه راز د زړو او نویو ډالرو د دوه ګوني نرخ په اړه د تجارانو شکایت د څيړنې او غور لپاره اقتصادي کمیسون ته راجع شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه