اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې اړونده وزارتونو ته دنده سپارلې چې د د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک بندرونو کې د نظم ساتنې، روغتيايي او نورو بيلابيلو ستونزو د حل په موخه خپلې اړونده ادارې په سم ډول فعالې کړي او د خلکو ستونزو ته د رسیدو په موخه دې وړ، په کار پوه او له فساده پاک کافي شمېر کسان په دندو وګماري.
باختر دولتي اژانس نن (پنجشنبه، د کب په ۱۹مه) خپل راپور کې ویلي چې د کابينې ۲۶مه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ریاست الوزراء د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او عمومي رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه.
دغه راز په دې غونډه کې اقتصادي کمېسيون ته دنده سپارل شوې، چې د ماليې وزارت اړوند ګمارل شوې کمېټې په ګډون د اصنافو د ثابتې ماليې د نورم کمولو په اړه د ماليې وزارت وړانديز په دقيق ډول وڅېړي او پايله يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز لوی څارنوال شمالي ولایتونو ته د سفر، د حج او اوقافو وزیر په نظامي مرکزونو کې د قران کریم د تفسیر دورې پیل کېدو او د تورخم بندر ارزولو لپاره ټاکل شوي پلاوي خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.
د طالبانو حکومت کابینې په دې غونډه کې همدارنګه عامې روغتيا وزارت ته دنده سپارل شوې چې د «هوخست» په نوم د درمل جوړولو سهامي شرکت د بيا فعاليت موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي او پایله دې د پرېکړې نیولو لپاره اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي او دغه راز د زړو او نویو ډالرو د دوه ګوني نرخ په اړه د تجارانو شکایت د څيړنې او غور لپاره اقتصادي کمیسون ته راجع شو.
