اطلاعات روز: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي، د طالبانو او د نړیوالې ټولنې له ډېری غړو هېوادونو او ان د سیمې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تلپاتې بېباوري شتون لري.
هغې دا مطلب د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۱۱مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې خپله بیانیه کې وویلې.
اغلې لاینز ویلي چې د بې باورۍ شتون سره سره، د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره د طالبانو چارواکو سره د نړیوالې ټولنې همکاري مهمه ده.
هغې زیاته کړې چې طالبان کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ شکایت کوي چې د دې بنسټ راپورونه واقعیتونه لکه څنګه چې دي، نه انعکاسوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ویلي: «هغوی [طالبان] ما ته وایي چې موږ یې لاسته راوړنې نادیده نیسو او ستونزې غټې ښیو – هغه ستونزې چې هغوی ادعا کوي چې د هغوی حل لپاره هڅو کې دي.»
د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې زیاته کړې چې طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت لپاره له هغوی ستاینه وشي.
اغلې لاینز ویلي چې د اګسټ له ۱۵مې شپږ میاشتې وروسته، د نښتو کموالي له امله د ملکیانو مرګ ژوبلې کچه ۷۸ سلنه کمه شوې ده.
هغې د افغانستان شمال ختیځ کې د پولیو اتو واکسیناتورانو وژنې ته په اشارې په ورته مهال زیاته کړې چې امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خپلې وینا کې د افغانستان بشري کړکېچ ته په اشارې ویلي چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد ته رسېدنه مهمه ده.
هغې زیاته کړې چې د افغانستان کړکېچ د اوج نقطې ته نږدې کېږي چې د ډېری کارونو ځنډېدنه، د وګړو بې کاره کېدنه او بې وزلۍ کې سقوط شاهد به اوسو.
اغلې لاینز ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي کړکېچ نه قبلېدونکې نقطې ته نږدې کېږي.
