د ملګرو ملتونو استازې: د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تلپاتې بې‌باوري شتون لري

اطلاعات روز: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي، د طالبانو او د نړیوالې ټولنې له ډېری غړو هېوادونو او ان د سیمې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تلپاتې بې‌باوري شتون لري.

هغې دا مطلب د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۱۱مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې خپله بیانیه کې وویلې.

اغلې لاینز ویلي چې د بې باورۍ شتون سره سره، د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره د طالبانو چارواکو سره د نړیوالې ټولنې همکاري مهمه ده.

هغې زیاته کړې چې طالبان کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ شکایت کوي چې د دې بنسټ راپورونه واقعیتونه لکه څنګه چې دي، نه انعکاسوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ویلي: «هغوی [طالبان]  ما ته وایي چې موږ یې لاسته راوړنې نادیده نیسو او ستونزې غټې ښیو – هغه ستونزې چې هغوی ادعا کوي چې د هغوی حل لپاره هڅو کې دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې زیاته کړې چې طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت لپاره له هغوی ستاینه وشي.

اغلې لاینز ویلي چې د اګسټ له ۱۵مې شپږ میاشتې وروسته، د نښتو کموالي له امله د ملکیانو مرګ ژوبلې کچه ۷۸ سلنه کمه شوې ده.

هغې د افغانستان شمال ختیځ کې د پولیو اتو واکسیناتورانو وژنې ته په اشارې په ورته مهال زیاته کړې چې امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خپلې وینا کې د افغانستان بشري کړکېچ ته په اشارې ویلي چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد ته رسېدنه مهمه ده.

هغې زیاته کړې چې د افغانستان کړکېچ د اوج نقطې ته نږدې کېږي چې د ډېری کارونو ځنډېدنه، د وګړو بې کاره کېدنه او بې وزلۍ کې سقوط شاهد به اوسو.

اغلې لاینز ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي کړکېچ نه قبلېدونکې نقطې ته نږدې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه