اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سرجالدین حقاني کندهار ته د خپل سفر پر مهال خلکو ته په خبرو کې وویل، د افغانستان اوسنی نظام په سوچه اسلام او علم ساتل کیږي او باید کلک ملاتړ یې وشي.
حقاني په جوړه شوې غونډه کې وویل، یوازې د ده له جنګي جبهې یو زر او پنځوسو کسانو د هغه پر ټکو ځانمرګي بریدونه کړي دي.
هغه وايي افغانانو ته په کار ده چې د طالبانو د تیرو شلو کلونو قرباني هیره نه کړي او په خبر یې چې باید د شته نظام ملاتړ وکړي.
هغه وایي، طالبان باید په خپلو منځو کې اختلافات را نه ولي، د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د خلکو خدمت باید په ښه ډول وکړي.
دی وایي طالبان باید هیڅکله داسې کړنې ترسره نه کړي چې د نظام د خرابیدو لامل ګرځي.
په جوړه شوې غونډه کې په کندهار کې د طالبانو سیمهییزو مسولینو هم خبرې وکړې او طالبانو ته یې لارښوونه وکړه چې له هر ډول اختلافاتو څخه په کلکه ډډه وکړي.
کندهار کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په داسې مهال خپلو کسانو ته د خدمت لارښوونه کوي چې همدغه وروستیو ورځو کې طالبانو کندهار کې پر یوې رکشې ډزې وکړې چې یوه میرمن ووژل شوه او یوه بله ټپې شوه.
اخوا بیا د طالبانو د کورنيو چارو وزارت، خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خلکو پر کورونو د شپې چاپې ونه وهي او د ګزمې او پیرې پر مهال یوازې هغه مهال د دفاعي ډزو حق لري چې تر برید لاندې راشي.
