سراج‌الدین حقاني: د افغانستان نظام اوس په سوچه اسلام او علم ساتل کیږي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سرج‌الدین حقاني کندهار ته د خپل سفر پر مهال خلکو ته په خبرو کې وویل، د افغانستان اوسنی نظام په سوچه اسلام او علم ساتل کیږي او باید کلک ملاتړ یې وشي.

حقاني په جوړه شوې غونډه کې وویل، یوازې د ده له جنګي جبهې یو زر او پنځوسو کسانو د هغه پر ټکو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

هغه وايي افغانانو ته په کار ده چې د طالبانو د تیرو شلو کلونو قرباني هیره نه کړي او په خبر یې چې باید د شته نظام ملاتړ وکړي.

هغه وایي، طالبان باید په خپلو منځو کې اختلافات را نه ولي، د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د خلکو خدمت باید په ښه ډول وکړي.

دی وایي طالبان باید هیڅکله داسې کړنې ترسره نه کړي چې د نظام د خرابیدو لامل ګرځي.

په جوړه شوې غونډه کې په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسولینو هم خبرې وکړې او طالبانو ته یې لارښوونه وکړه چې له هر ډول اختلافاتو څخه په کلکه ډډه وکړي.

کندهار کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په داسې مهال خپلو کسانو ته د خدمت لارښوونه کوي چې همدغه وروستیو ورځو کې طالبانو کندهار کې پر یوې رکشې ډزې وکړې چې یوه میرمن ووژل شوه او یوه بله ټپې شوه.

اخوا بیا د طالبانو د کورنيو چارو وزارت، خپلو  ځواکونو ته امر کړی چې د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خلکو پر کورونو د شپې چاپې ونه وهي او د ګزمې او پیرې پر مهال یوازې هغه مهال د دفاعي ډزو حق لري چې تر برید لاندې راشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه