اطلاعات روز: د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پوهنتونونو ښوونکو د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه پرېکړه وغندله، چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو نیمايي برخه به په امریکا کې د د سپتمبر میاشتې قربانیانو ته ورکول کیږي.
دغو ښوونکو تېره ورځ په یادو ولایتونو کې د جلا، جلا خبري ناستو پر مهال په نړیوال بانک کې د هیواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالره بودیجه د افغانانو خپل حق وباله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه، چې د امریکا په ولسمشر فشار راوړي، څو د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له کړې پریکړې بیرته په شا شي او دغه پیسې د طالبانو حکومت ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ورکړي.
د پکتیا پوهنتون رییس عبيدالله اخندزاده وويل، د امريکا له لوري شوې پرېکړه د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف او د افغانانو په حق کې ښکاره ظلم دی.
د نوموړي په وينا په اوسنيو حالاتو کې په کار ده، چې نړيوال له افغانانو سره همکاري وکړي، خو د نه همکارۍ ترڅنګ يې خپله شتمني هم په يو او بل نوم ترې اخلي.
نوموړي وويل: «مونږ د امريکا دا پرېکړه په کلکه غندو، امريکا ولې د افغانانو شتمني بل ته ورکوي، ولې له نړيوالو اصولو خلاف کار کوي. دا پيسې خو د کوم نظام پورې اړوند نه دي، دا د افغانانو شتمني ده او افغانانو ته بايد ورکړل شي، نو مونږ په نړيوالو دا غږ کوو، چې د امريکا ولسمشر دې له خپلې پرېکړې په شا شي او د افغانانو پيسې دې ازادې کړي.»
په همدې حال کې د پکتيکا ولايت د پوهنتون ښوونکو هم په دې اړه خواشيني څرګنده کړې او دا يې غير عادلانه پريکړه بللې ده. د دې ولايت د لوړو زده کړو مسوول نورالله ذاهد د جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال د بايډن پريکړه له افغانانو سره ښکاره توپيري چلند وباله او له نړيوالو يې غوښتنه وکړه، چې په امريکا فشار راوړي، تر څو په نړيوال بانک کې د افغانستان کنګل شوې نهه ميليارده امريکايي ډالره بوديجه ازاده او د شته اقتصادي ستونزو د هواري لپاره يې اوسني حکومت ته وسپاري.
ښاغلي ذاهد په دې اړه وويل: «مونږ د پکتيکا ولايت د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ټوله رهبري د امريکا د ولسمشر پريکړه غغندو او په نړيوالې ټولنې غږ کوو، چې په امريکا فشار راوړي، چې د سپتمبر د ۱۱ غچ له افغانانو نه بلکې له هغه چا واخلي، چې په دې پېښه کې ښکېل و، نو د افغانستان کنګل شوې پیسې بايد نورې ازادې کړای شي، تر څو اوسنۍ اقتصادي ستونزې پرې هوارې شي.»
د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په نړيوال بانک کې د افغانستان ۹ ميليارده ډالره بوديجه د امريکا له خوا کنګل شوه، چې دې کار په هيواد کې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړل، اوس د امريکا ولسمشر جوبایډن پريکړه کړې، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې به يوه برخه د سپتمبر د ۱۱ پېښې قربانيانو ته ورکوي او پاتې برخه به يې د بشري مرستو په برخه کې افغانانو ته ورکوي، چې دې پریکړې په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.
