د بایډن وروستۍ پرېکړې د غندنې دوام؛ د پوهنتون ښوونکي یې ښکاره ظلم بولي

اطلاعات روز: د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پوهنتونونو ښوونکو د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه پرېکړه وغندله، چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو نیمايي برخه به په امریکا کې د د سپتمبر میاشتې قربانیانو ته ورکول کیږي.

دغو ښوونکو تېره ورځ په یادو ولایتونو کې د جلا، جلا خبري ناستو پر مهال په نړیوال بانک کې د هیواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالره بودیجه د افغانانو خپل حق وباله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه، چې د امریکا په ولسمشر فشار راوړي، څو د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له کړې پریکړې بیرته په شا شي او دغه پیسې د طالبانو حکومت ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ورکړي.

د پکتیا پوهنتون رییس عبيدالله اخندزاده وويل، د امريکا له لوري شوې پرېکړه د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف او د افغانانو په حق کې ښکاره ظلم دی.

د نوموړي په وينا په اوسنيو حالاتو کې په کار ده، چې نړيوال له افغانانو سره همکاري وکړي، خو د نه همکارۍ ترڅنګ يې خپله شتمني هم په يو او بل نوم ترې اخلي.

نوموړي وويل: «مونږ د امريکا دا پرېکړه په کلکه غندو، امريکا ولې د افغانانو شتمني بل ته ورکوي، ولې له نړيوالو اصولو خلاف کار کوي. دا پيسې خو د کوم نظام پورې اړوند نه دي، دا د افغانانو شتمني ده او افغانانو ته بايد ورکړل شي، نو مونږ په نړيوالو دا غږ کوو، چې د امريکا ولسمشر دې له خپلې پرېکړې په شا شي او د افغانانو پيسې دې ازادې کړي.»

په همدې حال کې د پکتيکا ولايت د پوهنتون ښوونکو هم په دې اړه خواشيني څرګنده کړې او دا يې غير عادلانه پريکړه بللې ده. د دې ولايت د لوړو زده کړو مسوول نورالله ذاهد د جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال د بايډن پريکړه له افغانانو سره ښکاره توپيري چلند وباله او له نړيوالو يې غوښتنه وکړه، چې په امريکا فشار راوړي، تر څو په نړيوال بانک کې د افغانستان کنګل شوې نهه ميليارده امريکايي ډالره بوديجه ازاده او د شته اقتصادي ستونزو د هواري لپاره يې اوسني حکومت ته وسپاري.

ښاغلي ذاهد په دې اړه وويل: «مونږ د پکتيکا ولايت د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ټوله رهبري د امريکا د ولسمشر پريکړه غغندو او په نړيوالې ټولنې غږ کوو، چې په امريکا فشار راوړي، چې د سپتمبر د ۱۱ غچ له افغانانو نه بلکې له هغه چا واخلي، چې په دې پېښه کې ښکېل و، نو د افغانستان کنګل شوې پیسې بايد نورې ازادې کړای شي، تر څو اوسنۍ اقتصادي ستونزې پرې هوارې شي.»

د جمهوري نظام له سقوط او  واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په نړيوال بانک کې د افغانستان ۹ ميليارده ډالره بوديجه د امريکا له خوا کنګل شوه، چې دې کار په هيواد کې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړل، اوس د امريکا ولسمشر جوبایډن پريکړه کړې، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې به يوه برخه د سپتمبر د ۱۱ پېښې قربانيانو ته ورکوي او پاتې برخه به يې د بشري مرستو په برخه کې افغانانو ته ورکوي، چې دې پریکړې په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه