کونړ کې د حکاکۍ صنعت مخ پر غوړېدو او مینه‌وال یې هم ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو دي

اطلاعات روز: کونړ کې د حکاکۍ صنعت کاریګر وایي، د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په لرګي د ګلونو او نورو توکو چاپ اسانه شوی، خو په خبره یې هغه چې په لاس جوړېږي ارزښت یې لوړ او پيرېدونکي یې هم زیات دي.

دا صنعت په فرنیچر، دروازو او کړکیو کې د ګلونو جوړولو لپاره ډېر کارول کېږي، خو تر ټولو په زړه پوری یې د میوه دانۍ، د مېز لوحې، د کاغذي دست‌مال قوطي، د هېندارو چوکاټونه، کوټ بندونه، لرګین ګېلاسونه او دې ته ورته نور زینتي توکي دي.

کونړ کې د دې صنعت یو تن کاریګر شیفع الله اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په لرګي د ګلونو او نورو توکو چاپ اسانه شوی خو هغه چې په لاس جوړېږي، ارزښت یې لوړ او پيردونکي یې هم زیات دي.

صنعت‌کار شفیع‌الله زیاته کړه: «موږ دلته په کونړ کې مختلف توکي جوړوو د ودانیو مېن ګېټونه، اثار او نور، خو زما مسلک د تاریخي ابداتو جوړول دي، بیا دې المارۍ، ډبل بېټ، چوکۍ، هر شی ګل کولی شو، کوم څه چې مونږ جوړوو د پخوانۍ زماني ګلونه خلک ډېر خوښوي، دلته ددغه صنعت کارونه مخ په ښه کیدو دي او مینوال یې هم ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.»

د نوموړي په وینا، په لرګي د پخوانۍ زمانۍ په څېر د ګلونو چاپ او په هماغه شکل یې جوړول اوونیو، آن میاشتې وخت نیسي، ځکه کار یې پېچلی دی.

کونړي حکاکان له حکومت غوښتنه کوي ، چې د دې صنعت د ودې لپاره کار او پام ورته ډېر کړي.

غرنی، چې په همدې برخه کې سوداګري کوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې صنعت مینه وال ورځ تر بلې زیاتېږي او په خبره يې ځینې يې بهر ملګرو او خپلوانو ته د ډالۍ په توګه لېږي.

غرني زیاته کړه: «د کاغذي دستمال په دې ډبي ګل‌کاري په لاس شوې، ډېر خلک یې خوښوي، لرګی په کې ډېر کم مصرفېږي، خو ډیزاین او ښکلا یې زیاته ده، دا زموږ د کونړ په خپل لرګي جوړېږي.بیه یې هم مختلفې دي له ۵۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي او زیاتره خلک یې خپلوانو او نورو ملګرو ته د ډالۍ په توګه هم وړي، نو مینوال او اخیستونکي مخ په زیاتیدو دي.»

د دغه زینتي توکو مینوال وایي، پخوا یې په لرګیو کې د حکاکۍ انځورونه لیدلي وو، نو ځکه یې لېوالتیا پیدا شوې چې دوی یې هم وپېري.

د دوی په وینا، د دې توکو سینګار زیات، کفیت یې لوړ او بیې یې هم مناسبې دي.

نیازمحمد خاکسار یو پیریدونکي دی: «جلال اباد ښار څخه راغلی یم، زما د کونړ لرګي زیات خوښېږي او بیا چې پرې داسې د لاس کار شوی وي، زه دلته میوه دانۍ او د هندارې چوکاټ اخلم،غواړم خپله حجره کې يې د سینګار لپاره کېدم،موږ باید ډېر فکر په دې وکړو، له نورو هیوادوالو هم غواړو چې باید د بهرنیو توکو پر ځای دې خپل داخلي تولیدات واخلي ترڅو کورنۍ صنعت لا غني شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د کونړ له لرګيو جوړېدونکو توکیو ته له حکومت په بازار موندنې ټینګار کوي او وایي، په کور دننه شته سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه، د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه