اطلاعات روز: کونړ کې د حکاکۍ صنعت کاریګر وایي، د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په لرګي د ګلونو او نورو توکو چاپ اسانه شوی، خو په خبره یې هغه چې په لاس جوړېږي ارزښت یې لوړ او پيرېدونکي یې هم زیات دي.
دا صنعت په فرنیچر، دروازو او کړکیو کې د ګلونو جوړولو لپاره ډېر کارول کېږي، خو تر ټولو په زړه پوری یې د میوه دانۍ، د مېز لوحې، د کاغذي دستمال قوطي، د هېندارو چوکاټونه، کوټ بندونه، لرګین ګېلاسونه او دې ته ورته نور زینتي توکي دي.
کونړ کې د دې صنعت یو تن کاریګر شیفع الله اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په لرګي د ګلونو او نورو توکو چاپ اسانه شوی خو هغه چې په لاس جوړېږي، ارزښت یې لوړ او پيردونکي یې هم زیات دي.
صنعتکار شفیعالله زیاته کړه: «موږ دلته په کونړ کې مختلف توکي جوړوو د ودانیو مېن ګېټونه، اثار او نور، خو زما مسلک د تاریخي ابداتو جوړول دي، بیا دې المارۍ، ډبل بېټ، چوکۍ، هر شی ګل کولی شو، کوم څه چې مونږ جوړوو د پخوانۍ زماني ګلونه خلک ډېر خوښوي، دلته ددغه صنعت کارونه مخ په ښه کیدو دي او مینوال یې هم ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.»
د نوموړي په وینا، په لرګي د پخوانۍ زمانۍ په څېر د ګلونو چاپ او په هماغه شکل یې جوړول اوونیو، آن میاشتې وخت نیسي، ځکه کار یې پېچلی دی.
کونړي حکاکان له حکومت غوښتنه کوي ، چې د دې صنعت د ودې لپاره کار او پام ورته ډېر کړي.
غرنی، چې په همدې برخه کې سوداګري کوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې صنعت مینه وال ورځ تر بلې زیاتېږي او په خبره يې ځینې يې بهر ملګرو او خپلوانو ته د ډالۍ په توګه لېږي.
غرني زیاته کړه: «د کاغذي دستمال په دې ډبي ګلکاري په لاس شوې، ډېر خلک یې خوښوي، لرګی په کې ډېر کم مصرفېږي، خو ډیزاین او ښکلا یې زیاته ده، دا زموږ د کونړ په خپل لرګي جوړېږي.بیه یې هم مختلفې دي له ۵۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي او زیاتره خلک یې خپلوانو او نورو ملګرو ته د ډالۍ په توګه هم وړي، نو مینوال او اخیستونکي مخ په زیاتیدو دي.»
د دغه زینتي توکو مینوال وایي، پخوا یې په لرګیو کې د حکاکۍ انځورونه لیدلي وو، نو ځکه یې لېوالتیا پیدا شوې چې دوی یې هم وپېري.
د دوی په وینا، د دې توکو سینګار زیات، کفیت یې لوړ او بیې یې هم مناسبې دي.
نیازمحمد خاکسار یو پیریدونکي دی: «جلال اباد ښار څخه راغلی یم، زما د کونړ لرګي زیات خوښېږي او بیا چې پرې داسې د لاس کار شوی وي، زه دلته میوه دانۍ او د هندارې چوکاټ اخلم،غواړم خپله حجره کې يې د سینګار لپاره کېدم،موږ باید ډېر فکر په دې وکړو، له نورو هیوادوالو هم غواړو چې باید د بهرنیو توکو پر ځای دې خپل داخلي تولیدات واخلي ترڅو کورنۍ صنعت لا غني شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د کونړ له لرګيو جوړېدونکو توکیو ته له حکومت په بازار موندنې ټینګار کوي او وایي، په کور دننه شته سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه، د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
