اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر قافله وسلهوال برید کې ښاغلی پښتین روغ وتی خو د دې غورځنګ د کوېټې مشر نور پاچا ټپي شوی دی.
دغه پېښه پرون (چهارشنبه، د سلواغې په ۱۳مه) د بلوچستان ژوب ته نږدې «ټنګه» سیمه کې شوې ده. د غورځنګ غړي وایي، ډزې د پاکستان ملیشه ځواکونو (اېف سي) کړې دي.
د پيټيایم غورځنګ یو فعال غړي ګیلهمن پښتین پر خپلې فیسبوکپاڼې ځینې وېډیوګانې خپرې کړي چې په کې ښکاري پاکستاني ځواکونه د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو او ځان سره وړلو هڅه کوي خو د غورځنګ غړي پرې راتاو دي او احتجاج کوي.
ګیلهمن پښتین یو بل پوسټ کې چې منظور پښتین او یو بل کس ورسره ناست دی، لیکلي چې دوی د خیبر پښتنونخوا ډېره اسماعیل خان ته رسېدلي دي.

اخوا بیا وې او اې ډېوه راډیو خبر ورکړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر موټر د وسلوال بريد او په هغه کې د يوه تن د ټپي کېدو د پېښې په اړه د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضيا لانګو ویلي چې له اړوندو چارواکو يې د پېښې راپور غوښتی دی.
ضیا لانګو دې راډیو ته ویلي: «ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که پر ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي.»
منظور پښتین د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي دریم تلین کې د ګډون لپاره کلا سیف ته تللی و، چې لاره کې پرې یاده پېښه وشوه.
