پر منظور پښتین وسله‌وال برید؛ د بلوچستان چارواکي د دې پېښې پلټنه کوي

اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر قافله وسله‌وال برید کې ښاغلی پښتین روغ وتی خو د دې غورځنګ د کوېټې مشر نور پاچا ټپي شوی دی.

دغه پېښه پرون (چهارشنبه، د سلواغې په ۱۳مه) د بلوچستان ژوب ته نږدې «ټنګه» سیمه کې شوې ده. د غورځنګ غړي وایي، ډزې د پاکستان ملیشه ځواکونو (اېف سي) کړې دي.

د پي‌ټي‌ایم غورځنګ یو فعال غړي ګیله‌من پښتین پر خپلې فیسبوکپاڼې ځینې وېډیوګانې خپرې کړي چې په کې ښکاري پاکستاني ځواکونه د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو او ځان سره وړلو هڅه کوي خو د غورځنګ غړي پرې راتاو دي او احتجاج کوي.

ګیله‌من پښتین یو بل پوسټ کې چې منظور پښتین او یو بل کس ورسره ناست دی، لیکلي چې دوی د خیبر پښتنونخوا ډېره اسماعیل خان ته رسېدلي دي.

اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر قافله وسله‌وال برید کې ښاغلی پښتین روغ وتی خو د دې غورځنګ د کوېټې مشر نور پاچا ټپي شوی دی.

اخوا بیا وې او اې ډېوه راډیو خبر ورکړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر موټر د وسلوال بريد او په هغه کې د يوه تن د ټپي کېدو د پېښې په اړه د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضيا لانګو ویلي چې له اړوندو چارواکو يې د پېښې راپور غوښتی دی.

ضیا لانګو دې راډیو ته ویلي: «ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که پر ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي.»

منظور پښتین د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي دریم تلین کې د ګډون لپاره کلا سیف ته تللی و، چې لاره کې پرې یاده پېښه وشوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه