اطلاعات روز: طالبانو خوست کې په یو باروړونکي موټر کې بار ګڼ شمېر وسلې چې پاکستان ته قاچاقېدې، نیولي دي.
د طالبانو د استخباراتو يا GDI له لوی رياست څخه پرون سه شنبه «۱۲ د سلواغې» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوست ولايت کې د طالبانو د استخباراتو امنيتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس د دې ولايت د ګربزو ولسوالۍ په «مښې» سيمه کې هغه مازدا ډوله موټر نيولی، چې د قاچاق په موخه په کې ګڼ شمېر وسله ځای پر ځای شوې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شوې وسله کې ۲۵ ميله M16، پنځه ميله M4 ۶ ميله کلاشينکوفونه، ۱۷ قبضې تفنګچې، دوه شپني دوربينونه او سلګونه فيره مرمۍ شاملې دي.
د دې وسلو د قاچاق په تور يو تن هم نيول شوی دی، په خبرپاڼه کې دا نه دی څرګنده شوې، چې دغه وسله له خوست ولايت څخه کوم ځای ته قاچاق کېدله، خو څه موده وړاندې په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې هغه وسله نيول شوې وه، چې ګاونډي پاکستان ته په ناقانونه ډول وړل کېده.
خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د هر ډول وسلې او نورو نظامي تجهيزاتو د قاچاق مخنيوی وکړي او په دغو قضيو کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.
