خوست کې پاکستان ته قاچاقېدونکې ګڼ شمېر وسلې نیول شوي

اطلاعات روز: طالبانو خوست کې په یو باروړونکي موټر کې بار ګڼ شمېر وسلې چې پاکستان ته قاچاقېدې، نیولي دي.

د طالبانو د استخباراتو يا GDI له لوی رياست څخه پرون سه شنبه «۱۲ د سلواغې» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوست ولايت کې د طالبانو د استخباراتو امنيتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس د دې ولايت د ګربزو ولسوالۍ په «مښې» سيمه کې هغه مازدا ډوله موټر نيولی، چې د قاچاق په موخه په کې ګڼ شمېر وسله ځای پر ځای شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شوې وسله کې ۲۵ ميله M16، پنځه ميله M4 ۶ ميله کلاشينکوفونه، ۱۷ قبضې تفنګچې، دوه شپني دوربينونه  او سلګونه فيره مرمۍ شاملې دي.

د دې وسلو د قاچاق په تور يو تن هم نيول شوی دی، په خبرپاڼه کې دا نه دی څرګنده شوې، چې دغه وسله له خوست ولايت څخه کوم ځای ته قاچاق کېدله، خو څه موده وړاندې په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې هغه وسله نيول شوې وه، چې ګاونډي پاکستان ته په ناقانونه ډول وړل کېده.

خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د هر ډول وسلې او نورو نظامي تجهيزاتو د قاچاق مخنيوی وکړي او په دغو قضيو کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه