اطلاعات روز: د هلمند ولايت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست چارواکي وايي، دوی په دغه ولايت کې کافي خونې څاري او د منکراتو او ناوړه کارونو مخه به نیسي.
د یاد ریاست رییس مولوي عبدالحی عمري وايي، په کافي شافونو او هوټلونو کې به چاته د نشهیي توکو کارونې او ماشومانو ته د چلم څکولو اجازه ور نه کړي.
هغه وايي ټولې هغه کړنې چې غيراسلامي او ناوړه وي، دوی به يې مخه ونيسي.
نوموړی وويل: «په کافي شاپونو او هوټولونو کي اجازه نه ورکوو، چې خلک دې په نشه یي توکو اخته شي او یا دې کم عمره ماشومان هلته د ځوانانو سره د چلم څکوونکو په مجلسونو کې ګډون وکړي.»
په ورته وخت کې د هلمند ولايت د عامې روغتیا او اطلاعات او فرهنګ رياستونو طالب چارواکي وايي، دوی په دغه ولايت کې خلک د عامه پوهاوي له لارې هڅوي ترڅو په کافي شاپونو د نشهیي توکو د کارولو او نورو ناوړه کارونو څخه لاس پر سر شي.
د هلمند ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تير حکومت کې هم د کافي شافونو څخه عامو خلکو حکومت ته شکايتونه کړي ول، خو په خبره يې چې که د کافي شافونو مسولين د طالبانو قوانين پلي کړي له نشي توکو کارولو په لوړ غږ د موسيقۍ ږغولو او ناوړه کارونو ترسره کيدو څخه لاس واخلي، دوی د کافي شافونو فعاليت ته اجازه ورکړي.
