د هلمند د منکراتو رییس: ټولې کافي‌خونې څارو او د منکراتو مخه نیسو

اطلاعات روز: د هلمند ولايت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست چارواکي وايي، دوی په دغه ولايت کې کافي خونې څاري او د منکراتو او ناوړه کارونو مخه به نیسي.

د یاد ریاست رییس مولوي عبدالحی عمري وايي، په کافي شافونو او هوټلونو کې به چاته د نشه‌یي توکو کارونې او ماشومانو ته د چلم څکولو اجازه ور نه کړي.

هغه وايي ټولې هغه کړنې چې غيراسلامي او ناوړه وي، دوی به يې مخه ونيسي.

نوموړی وويل: «په کافي شاپونو او هوټولونو کي اجازه نه ورکوو، چې خلک دې په نشه یي توکو اخته شي او یا دې کم عمره ماشومان هلته د ځوانانو سره د چلم څکوونکو په مجلسونو کې ګډون وکړي.»

په ورته وخت کې د هلمند ولايت د عامې روغتیا او اطلاعات او فرهنګ رياستونو طالب چارواکي وايي، دوی په دغه ولايت کې خلک د عامه پوهاوي له لارې هڅوي ترڅو په کافي شاپونو د نشه‌یي توکو د کارولو او نورو ناوړه کارونو څخه لاس پر سر شي.

د هلمند ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تير حکومت کې هم د کافي شافونو څخه عامو خلکو حکومت ته شکايتونه کړي ول، خو په خبره يې چې که د کافي شافونو مسولين د طالبانو قوانين پلي کړي له نشي توکو کارولو په لوړ غږ د موسيقۍ ږغولو او ناوړه کارونو ترسره کيدو څخه لاس واخلي، دوی د کافي شافونو فعاليت ته اجازه ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه