اطلاعات روز: امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې متحده ایالاتو افغان زدهکړیالانو لپاره د «فولبرایټ» بورسونو برنامه ودرولې ده.
د دې برنامې د ځنډېدو خبر تېره ورځ (جمعه، د سلواغې په ۸مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي له خوا رسنیز شوی دی.
دې امریکایي چارواکي ویلي چې د پام وړ خنډونو له امله، دغه برنامه د ۲۰۲۲-۲۳ تحصیلي کلونو لپاره ځنډېدلې ده. هغه دغه پرېکړه ناهیلې کوونکې یاده کړې ده.
دغه چارواکي زیاته کړې چې که شرایط داسې بدلون وکړي چې امریکا وکولی شي بیاځلي د افغانستان زده کړیالانو له فولبرایټ فرصتونو ملاتړ وکړي، د غوښتنو بهیر به بیا له سره ونیول شي.
ایبیسي خبري شبکې په ورته مهال لیکلي؛ ۱۴۰ هغه کسانو چې تېر کال د نیمه نهایي فولبرایټت برنامې ته یې لار موندلې، له افغانستانه د امریکا وتلو وروسته له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي او اوس د هغوی د منلو پړاو هم ځنډول شوی دی.
د دې راپرو پر بنسټ، دغه برنامه به د هغو ۱۰۰ فولبرایټ افغان زدهکړیالانو لپاره چې له وړاندې په زده کړو بوخت ول، دوام ومومي. ای بي سي لیکلي چې بهرنیو چارو وزارت خپل هېواد ته د دوی د بېرته استولو په اړه څه نه دي ویلي.
فولبرایټ برنامه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ښوونیزو او فرهنګي چارو د دفتر له خوا اداره کېږي. دغه برنامه د دې هېواد کنګرې له خوا په ۱۹۶۴ کال کې امریکا کې د تحصیل لپاره بهرنیو وګړو سره د مالي مرستو وړاندې کولو په خاطر د نړیوالو اړیکو رامنځته کېدو په موخه رامنځته شو.
تېرو دوو لسیزو کې په سلګونه افغانان له دې برنامې ګټه پورته کړې ده.
