افغان زده‌کړیالانو لپاره د امریکا «فولبرایټ» بورسونو برنامه ځنډولې

اطلاعات روز: امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې متحده ایالاتو افغان زده‌کړیالانو لپاره د «فولبرایټ» بورسونو برنامه ودرولې ده.

د دې برنامې د ځنډېدو خبر تېره ورځ (جمعه، د سلواغې په ۸مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي له خوا رسنیز شوی دی.

دې امریکایي چارواکي ویلي چې د پام وړ خنډونو له امله، دغه برنامه د  ۲۰۲۲-۲۳ تحصیلي کلونو لپاره ځنډېدلې ده. هغه دغه پرېکړه ناهیلې کوونکې یاده کړې ده.

دغه چارواکي زیاته کړې چې که شرایط داسې بدلون وکړي چې امریکا وکولی شي بیاځلي د افغانستان زده کړیالانو له فولبرایټ فرصتونو ملاتړ وکړي، د غوښتنو بهیر به بیا له سره ونیول شي.

ای‌بی‌سي خبري شبکې په ورته مهال لیکلي؛ ۱۴۰ هغه کسانو چې تېر کال د نیمه نهایي فولبرایټت برنامې ته یې لار موندلې، له افغانستانه د امریکا وتلو وروسته له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي او اوس د هغوی د منلو پړاو هم ځنډول شوی دی.

د دې راپرو پر بنسټ، دغه برنامه به د هغو ۱۰۰ فولبرایټ افغان زده‌کړیالانو لپاره چې له وړاندې په زده کړو بوخت ول، دوام ومومي. ای بي سي لیکلي چې بهرنیو چارو وزارت خپل هېواد ته د دوی د بېرته استولو په اړه څه نه دي ویلي.

فولبرایټ برنامه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ښوونیزو او فرهنګي چارو د دفتر له خوا اداره کېږي. دغه برنامه د دې هېواد کنګرې له خوا په ۱۹۶۴ کال کې امریکا کې د تحصیل لپاره بهرنیو وګړو سره د  مالي مرستو وړاندې کولو په خاطر د نړیوالو اړیکو رامنځته کېدو په موخه رامنځته شو.

تېرو دوو لسیزو کې په سلګونه افغانان له دې برنامې ګټه پورته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه