اطلاعات روز: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې۲۳ زره ۴ سوه او ۶۶ ټنه انځر له هېواده بهر صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ د تېر کال په ۹ میاشتو کې ۱۰۷۱۹ ټنه انځر صادر شوي وو.
د دې خونې عامل رییس عبدالباقي وویل، له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه مېوه ده چې تر ډېره د پاکستان له لارې هند ته صادریږي.
په ورته وخت کې کندهار کې د انځرو کاروباريان وايي، که څه هم په دغه ولايت کې د انځرو صادراتو وده کړې ده خو لاهم دوی په ګڼو برخو کې ستونزې لري چې باید حل شي.
کريم الله چې د کندهار په ښار کې د انځرو باغ لري، وايي د تيرو وختونو په پرتله د انځرو قيمتونه ټيټ شوي دي او بهرنيو هېوادونو ته د انځرو د حاصلاتو په ليږد کې ستونزو سره مخ وي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې شته ستونزې يې حل کړي ترڅو په راتلونکي کې خلک د انځرو له کاروبار څخه لاس وانخلي.
نوموړی وويل: «په تيرو وختونو کې به د ۴ نيمو کيلو انځرو قيمت ۵۰۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۲۵۰۰ افغانيو ته راټيټ شوي دي. لارې راباندې تړلې وي، بهرنيو هېوادونو ته د انځرو ليږل سخت شوي دي، اوسنۍ حکومت باید د دغې ستونزې د حل په هدف کار وکړي ترڅو هم قيمت لوړ شي او هم ارزښت پیدا کړي.»
امين الله چې د انځرو په يو باغ کې د انځرو په روزنه بوخت دی، پر دولت نيوکه کوي چې د روزنې په برخه کې د انځرو کاروباريانو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.
هغه وايي که څه هم د انځرو په روزنه پوهيږي خو دغه روزنه يې غيري مسلکي ده او د خپلې تجربې څخه يې زده کړې ده.
نوموړی وايي که دولت دوی ته امکانات برابر کړي او د روزنې په برخه کې ورته کار وکړي په راتلونکي کې به د انځرو کاروبار نور هم وده کړي.
د کندهار ترڅنګ په ارزګان، هلمند، هرات او ګڼو ولايتونو کې د انځرو کاروبار کيږي او د خلکو په باور که دي برخې ته د افغانستان حکومت ځانګړي پاملرنه وکړي هم به د انځرو د کاروباريانو او هم به د افغانستان اقتصادي حالت ورسره ښه شي.
کندهار، هرات، هلمند، فاریاب او بلخ هغه ولایتونه دي چې د انځرو حاصلات په کې ډېر دي.
