د کندهار سوداګرۍ خونه: بهر ته د تېر کال پرتله د انځرو صادرات دوه برابره شوي

اطلاعات روز: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې۲۳ زره ۴ سوه او ۶۶ ټنه انځر له هېواده بهر صادر شوي دي. 

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ د تېر کال په ۹ میاشتو کې ۱۰۷۱۹ ټنه انځر صادر شوي وو. 

د دې خونې عامل رییس عبدالباقي وویل، له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه مېوه ده چې تر ډېره د پاکستان له لارې هند ته صادریږي. 

په ورته وخت کې کندهار کې د انځرو کاروباريان وايي، که څه هم په دغه ولايت کې د انځرو صادراتو وده کړې ده خو لاهم دوی په ګڼو برخو کې ستونزې لري چې باید حل شي.

کريم الله چې د کندهار په ښار کې د انځرو باغ لري، وايي د تيرو وختونو په پرتله د انځرو قيمتونه ټيټ شوي دي او بهرنيو هېوادونو ته د انځرو د حاصلاتو په ليږد کې ستونزو سره مخ وي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې شته ستونزې يې حل کړي ترڅو په راتلونکي کې خلک د انځرو له کاروبار څخه لاس وانخلي.

نوموړی وويل: «په تيرو وختونو کې به د ۴ نيمو کيلو انځرو قيمت ۵۰۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۲۵۰۰ افغانيو ته راټيټ شوي دي. لارې راباندې تړلې وي، بهرنيو هېوادونو ته د انځرو ليږل سخت شوي دي، اوسنۍ حکومت باید د دغې ستونزې د حل په هدف کار وکړي ترڅو هم قيمت لوړ شي او هم ارزښت پیدا کړي.»

امين الله چې د انځرو په يو باغ کې د انځرو په روزنه بوخت دی، پر دولت نيوکه کوي چې د روزنې په برخه کې د انځرو کاروباريانو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

هغه  وايي که څه هم د انځرو په روزنه پوهيږي خو دغه روزنه يې غيري مسلکي ده او د خپلې تجربې څخه يې زده کړې ده.

نوموړی وايي که دولت دوی ته امکانات برابر کړي او د روزنې په برخه کې  ورته کار وکړي په راتلونکي کې به د انځرو کاروبار نور هم وده کړي.

د کندهار ترڅنګ په ارزګان، هلمند، هرات او ګڼو ولايتونو کې د انځرو کاروبار کيږي او د خلکو په باور که دي برخې ته د افغانستان حکومت ځانګړي پاملرنه وکړي هم به د انځرو د کاروباريانو او هم به د افغانستان اقتصادي حالت ورسره ښه شي.

کندهار، هرات، هلمند، فاریاب او بلخ هغه ولایتونه دي چې د انځرو حاصلات په کې ډېر دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه