د طالبانو اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر: ځانونه باید د پردیو په خیراتونو متکي نه کړو

اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالي وزیر مولوي خیرالله خیرخواه وایي، موم ملت چې له بندیزونو سره مخ شي، باید خپله لاس په کار شي او په پردیو خیراتونو متکي نه شي.

د طالبانو د حکومت دې وزیر نن (شنبه، د مرغومې ۲۵مه) کابل کې د مالیاتو اونۍ په اړه جوړې شوې خبري ناستې ته په وینا کې ویلي چې ملت باید زحمت وباسي او له هرې شونې لارې چې د هېواد اقتصاد ورسره پیاوړی کېږي، ګټه واخلي.

هغه خپلو خبرو کې ویلي:«راځئ دغه کور (هیواد) په ګډه سره په خپل همت سره جوړ کړو، وار خطا نشو، د تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشو او ځانونه د پردیو په خیراتونو متکي ونه ساتو.»

نوموړي خپلو خبرو کې پر خلکو ټینګار کړی چې خپلې مالیې د دوی حکومت ته ورکړي.

مولوي خیرالله خیرخواه ویلي: «که لاس سره ورکړو، مالیې په لوړ همت سره حکومت ته تحویل کړو؛ نو د ازادۍ، اسلامي نظام او ټولو آرمانونو او اهدافو ته د رسیدو په برخه کې به مو موثر ګامونه اخیستي وي.»

د مالیاتي اونۍ په همدې جوړشوي کنفرانس کې د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد هم خلک د مالیې ورکولو ته هڅولي او ویلي یې دي چې ویښ ملتونه د خپل هیواد د اقتصادي پرمختګ له پاره د مالیې په ورکولو کې ډیر همت کوي.

هغه زیاته کړې: «مالیه د یو هیواد له پاره د ستون فقرات حیثیت لري، اولسونه باید د مالیې په ورکړه کې ډیره هڅه وکړي. زموږ او ستاسي مشترکه دنده او مسئولیت ده چې د مالیې د ورکړې په برخه کې او د اقتصادي شیرازۍ له پاره زحمت وباسو.»

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي بیا د عوایدو راټولولو برخه کې د رونټیا ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې د دوی حکومت مسوول او ځواب‌ویونکی دی.

ښاغلي حنفي تور لګولی چې په تېرو شلو کلونو کې عواید شخصي جیبونو ته تللي او د ده په ټکو چې د دوی له راتګ مخکې ډېری مسوولین خپلو شخصي ګټو پسې ول.

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلې یې دي: «ملت دې ډاډه وي چې د هغوی یوه روپۍ هم نه ضایع کېږي او حکومت د اقتصادي پرمختګ لپاره خپله اعظمي هڅه کوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه