اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارسمبالي وزیر مولوي خیرالله خیرخواه وایي، موم ملت چې له بندیزونو سره مخ شي، باید خپله لاس په کار شي او په پردیو خیراتونو متکي نه شي.
د طالبانو د حکومت دې وزیر نن (شنبه، د مرغومې ۲۵مه) کابل کې د مالیاتو اونۍ په اړه جوړې شوې خبري ناستې ته په وینا کې ویلي چې ملت باید زحمت وباسي او له هرې شونې لارې چې د هېواد اقتصاد ورسره پیاوړی کېږي، ګټه واخلي.
هغه خپلو خبرو کې ویلي:«راځئ دغه کور (هیواد) په ګډه سره په خپل همت سره جوړ کړو، وار خطا نشو، د تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشو او ځانونه د پردیو په خیراتونو متکي ونه ساتو.»
نوموړي خپلو خبرو کې پر خلکو ټینګار کړی چې خپلې مالیې د دوی حکومت ته ورکړي.
مولوي خیرالله خیرخواه ویلي: «که لاس سره ورکړو، مالیې په لوړ همت سره حکومت ته تحویل کړو؛ نو د ازادۍ، اسلامي نظام او ټولو آرمانونو او اهدافو ته د رسیدو په برخه کې به مو موثر ګامونه اخیستي وي.»
د مالیاتي اونۍ په همدې جوړشوي کنفرانس کې د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد هم خلک د مالیې ورکولو ته هڅولي او ویلي یې دي چې ویښ ملتونه د خپل هیواد د اقتصادي پرمختګ له پاره د مالیې په ورکولو کې ډیر همت کوي.
هغه زیاته کړې: «مالیه د یو هیواد له پاره د ستون فقرات حیثیت لري، اولسونه باید د مالیې په ورکړه کې ډیره هڅه وکړي. زموږ او ستاسي مشترکه دنده او مسئولیت ده چې د مالیې د ورکړې په برخه کې او د اقتصادي شیرازۍ له پاره زحمت وباسو.»
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي بیا د عوایدو راټولولو برخه کې د رونټیا ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې د دوی حکومت مسوول او ځوابویونکی دی.
ښاغلي حنفي تور لګولی چې په تېرو شلو کلونو کې عواید شخصي جیبونو ته تللي او د ده په ټکو چې د دوی له راتګ مخکې ډېری مسوولین خپلو شخصي ګټو پسې ول.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلې یې دي: «ملت دې ډاډه وي چې د هغوی یوه روپۍ هم نه ضایع کېږي او حکومت د اقتصادي پرمختګ لپاره خپله اعظمي هڅه کوي.»
