اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د کابینې غونډه کې له هېواده بهر د هر ډول اوسپنو او کباړو پر ایستلو بندیز ولګوو.
د طالبانو د کابینې غونډه نن (سهشنبه، د مرغومې ۱۴مه) د ریسالوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره او په کې پرېکړه شوې چې بهر ته د هر ډول اوسپنې او کباړ ویستل «مطلق» بند دي.
د طالبانو حکومت دا پرېکړه په داسې مهال ده چې د دوی په لاس د مخکیني جمهوري نظام راپرځولو او واک ته د دوی له رسېدو سره سم، بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته د نظامي وسایطو او وسلو او نورو اوسپنو د قاچاق راپورونه خپاره شول.
اوس هم په ځینو ولایتونو کې بهرنیو هېوادونو ته د دا ډول قاچاق راپورونه خپرېږي خو ډېری یې د طالبانو له خوا رديږي. په ورته مهال بیا طالبانو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې دوی پاکستان او نورو هېوادونو ته د وسلو او نورو نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو د کابینې په غونډه کې په یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې او پرېکړې شوي دي.
د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست له خوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې اقتصادي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د بدخشان د شورابک بند موضوع، د کانونو په قراردادونو کې د پروسس او ځینو کانونو د سهامي کولو موضوع هم وڅېړي او پایله یې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.
دغه راز د محبسونو او توقیفخونو د تفتیش لپاره د سترې محکمې یو لوړپوړي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې ټول بندیان مخامخ وویني او که بېګناه څوک بندي شوی وي، د خلاصون بېړنۍ پرېکړه یې وکړي.
