د طالبانو کابینې پرېکړه: له هېواده د هر ډول اوسپنو او کباړ ایستل «مطلق» بند دي

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د کابینې غونډه کې له هېواده بهر د هر ډول اوسپنو او کباړو پر ایستلو بندیز ولګوو.

د طالبانو د کابینې غونډه نن (سه‌شنبه، د مرغومې ۱۴مه) د ریس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره او په کې پرېکړه شوې چې بهر ته د هر ډول اوسپنې او کباړ ویستل «مطلق» بند دي.

د طالبانو حکومت دا پرېکړه په داسې مهال ده چې د دوی په لاس د مخکیني جمهوري نظام راپرځولو او واک ته د دوی له رسېدو سره سم، بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته د نظامي وسایطو او وسلو او نورو اوسپنو د قاچاق راپورونه خپاره شول.

اوس هم په ځینو ولایتونو کې بهرنیو هېوادونو ته د دا ډول قاچاق راپورونه خپرېږي خو ډېری یې د طالبانو له خوا رديږي. په ورته مهال بیا طالبانو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې دوی پاکستان او نورو هېوادونو ته د وسلو او نورو نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو د کابینې په غونډه کې په یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې او پرېکړې شوي دي.

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست له خوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې اقتصادي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د بدخشان د شورابک بند موضوع، د کانونو په قراردادونو کې د پروسس او ځینو کانونو د سهامي کولو موضوع هم وڅېړي او پایله یې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.

دغه راز د محبسونو او توقیف‌خونو د تفتیش لپاره د سترې محکمې یو لوړپوړي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې ټول بندیان مخامخ وویني او که بې‌ګناه څوک بندي شوی وي، د خلاصون بېړنۍ پرېکړه یې وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه