ننګرهار کې دوه تنه د واورې ښویېدو له امله مړه شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې دوه تنه د واورې ښویېدو له امله له غره لوېدلي او مړه شوي دي.

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یو اوسیدونکي نصرالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن (دوشنبه، ۱۳ د مرغومې) وویل، دوه شپې مخکې څو کسان د پچیراګام ولسوالۍ له لارې غوښتل، کوزې پښتونخوا ته واوړي، خو د سپین‌غر تنګي په سیمه کې د واورې ښویېدو له امله له غره لوېدلي دي.

هغه وايي، تر دې دمه د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. د نوموړي په وینا، له یادو دوو کسانو یو یې پېژندل شوی، چې قانوني اسناد یې درلودل.

د هغه په خبره، د دویم کس جسد اوس هم په سیمه کې له خلکو سره پاتې او په خبره يې د پېژندنې کوم سند ورسره نه دی موندل شوی.

د نوموړي د مالوماتو له مخې پر دې دوو تنو سربېره ځینې نور کسان هم نادرکه دي، چې لټون یې روان دی.

ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په دې غرنۍ سیمه کې داسې پېښه رامنځته کېږي.

څو میاشتې وړاندې هم یو ورور چې خپله ناجوړه خور یې د درملنې په موخه کوزې پښتونخوا ته بېوله، په همدې تنګي کې له غره لوېدلی او وروسته یې خور هم ځان له غره غورځولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه