اطلاعات روز: د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې دوه تنه د واورې ښویېدو له امله له غره لوېدلي او مړه شوي دي.
د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یو اوسیدونکي نصرالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن (دوشنبه، ۱۳ د مرغومې) وویل، دوه شپې مخکې څو کسان د پچیراګام ولسوالۍ له لارې غوښتل، کوزې پښتونخوا ته واوړي، خو د سپینغر تنګي په سیمه کې د واورې ښویېدو له امله له غره لوېدلي دي.
هغه وايي، تر دې دمه د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. د نوموړي په وینا، له یادو دوو کسانو یو یې پېژندل شوی، چې قانوني اسناد یې درلودل.
د هغه په خبره، د دویم کس جسد اوس هم په سیمه کې له خلکو سره پاتې او په خبره يې د پېژندنې کوم سند ورسره نه دی موندل شوی.
د نوموړي د مالوماتو له مخې پر دې دوو تنو سربېره ځینې نور کسان هم نادرکه دي، چې لټون یې روان دی.
ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې غرنۍ سیمه کې داسې پېښه رامنځته کېږي.
څو میاشتې وړاندې هم یو ورور چې خپله ناجوړه خور یې د درملنې په موخه کوزې پښتونخوا ته بېوله، په همدې تنګي کې له غره لوېدلی او وروسته یې خور هم ځان له غره غورځولی و.
