اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو والي مولوي عبدالاحد طالب د برښنايي پيژندپاڼې د ترلاسه کولو په هدف فورمه ډکه کړه او په رسمي ډول يې دغه پروسه پیل کړه.
مولوي عبدالاحد طالب وايي د هلمند د معلوماتو او احصايي د مرکز د نوي رییس تر ټاکل کیدو وروسته يې د الکترونکي تذکرو دغه بهير پیل کړی دی او هيله لري چې د دغه ولايت خلک په کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
هغه د هلمند پر خلکو غږ وکړ چې د خپل هويت تثبيتولو په هدف دې ژر تر ژره الکترونیکي پيژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره نومليکنه وکړي.
والي وويل: «اوس ټولې ستونزې حل شوي دي او د ولسونو پر وړاندې هیڅ ستونزه شتون نه لري په راتلونکې کې به د مرکز ترڅنګ ولسوالیو کې هم د الکترونیکي تذکرو مرکزونه پرانیستل شي.»
په ورته مهال د هلمند ولایت د احصایې او معلوماتو نوي رئیس حافظ محمد رباني وویل، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر به د پخوا په څېر روان وي او په دې برخه کې به خلکو ته نورې اسانتياوې هم زياتې شي.
هغه وايي په نږدې وختونو کې به د دغه ولايت نور تړلي د الکترونیکي تذکرو مرکزونه هم خلاص کړي او د خلکو د لاسرسي په هدف به دغه پروسه تر ولسواليو وغځول شي.
حافظ محمد رباني اطلاعات روز ته وويل: «نن موږ دغه پروسه پیل کړه د دې ولایت د وګړو لپاره ترڅو د یاد ولایت د برښنايي تذکرو کارونه تر پخوا لا چټک شي، د فساد او د جرمنو په وړاندې هم لازم اقدامات شوي دي، موږ به په دغه ولايت کې دوه نور تړلي مرکزونه هم خلاص کړو او دغه پروسه به تر ولسواليو پورې وغځول شي.»
د هلمند اوسيدونکي د الکترونیکي تذکرو د مرکز د پرانيستلو څخه خوښ ښکاري او زياتوي چې هڅه به وکړي چې د خپلو کورنيو غړو ته الکترونیکي پيژندپاڼې واخلي.
د دغه ولايت يو اوسيدونکي عبيدالله اطلاعات روزته وويل چې دولت دې د تړلو مرکزونو ترڅنګ دې د خلکو لپاره د تذکرو د فورمونو ډکولو پروسه اسانه کړي ترڅو خلک په اسانه ډول سره ورته لاسرسی وکړي.
د یادونې ده، چې د برښنایي تذکرو ترلاسه کولو مرکز ته هره ورځ څه باندې ۵۰۰ تنه مراجعه کوي چې د یادې ادارې د مسوولینو په وینا له هغه جملې یې ۲۵۰ تنو کاري مراحل طی کيږي.
د تير جمهوري حکومت پرمهال پر يوې الکترونیکي تذکرې ۱۰۰ افغانۍ دولت ته ورکول کيدې خو د طالبانو په راتګ سره اوس هرکس اړ دی چې د طالبانو حکومت ته پر يوې تذکرې ۳۰۰ افغانۍ ورکړي.
د معلوماتو او احصايي رياست چارواکي وايي، د تيرو څلورو مياشتو پر مهال یې د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې ۳۴۰ زره برښنايي پيژندپاڼې ويشلې دي.
