هلمند کې تر ۵ مياشتې ځنډ وروسته د برښنايي پيژندپاڼو د ويش لړۍ پیل شوه

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو والي مولوي عبدالاحد طالب د برښنايي پيژندپاڼې د ترلاسه کولو په هدف فورمه ډکه کړه او په رسمي ډول يې دغه پروسه پیل کړه.

مولوي عبدالاحد طالب وايي د هلمند د معلوماتو او احصايي د مرکز د نوي رییس تر ټاکل کیدو وروسته يې د الکترونکي تذکرو دغه بهير پیل کړی دی او هيله لري چې د دغه ولايت خلک په کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

هغه د هلمند پر خلکو غږ وکړ چې د خپل هويت تثبيتولو په هدف دې ژر تر ژره الکترونیکي پيژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره نوم‌ليکنه وکړي.

والي  وويل: «اوس ټولې ستونزې حل شوي دي او د ولسونو پر وړاندې هیڅ ستونزه شتون نه لري په راتلونکې کې به د مرکز ترڅنګ ولسوالیو کې هم د الکترونیکي تذکرو مرکزونه پرانیستل شي.»

په ورته مهال د هلمند ولایت د احصایې او معلوماتو نوي رئیس حافظ محمد رباني وویل، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر به د پخوا په څېر روان وي او په دې برخه کې به خلکو ته نورې اسانتياوې هم زياتې شي.

هغه وايي په نږدې وختونو کې به د دغه ولايت نور تړلي د الکترونیکي تذکرو مرکزونه هم خلاص کړي او د خلکو د لاسرسي په هدف به دغه پروسه تر ولسواليو وغځول شي.

حافظ محمد رباني اطلاعات روز ته وويل: «نن موږ دغه پروسه پیل کړه د دې ولایت د وګړو لپاره ترڅو د یاد ولایت د برښنايي تذکرو کارونه تر پخوا لا چټک شي، د فساد او د جرمنو په وړاندې هم لازم اقدامات شوي دي، موږ به په دغه ولايت کې دوه نور تړلي مرکزونه هم خلاص کړو او دغه پروسه به تر ولسواليو پورې وغځول شي.»

د هلمند اوسيدونکي د الکترونیکي تذکرو د مرکز د پرانيستلو څخه خوښ ښکاري او زياتوي چې هڅه به وکړي چې د خپلو کورنيو غړو ته الکترونیکي پيژندپاڼې واخلي.

د دغه ولايت يو اوسيدونکي عبيدالله اطلاعات روزته وويل چې دولت دې د تړلو مرکزونو ترڅنګ دې د خلکو لپاره د تذکرو د فورمونو ډکولو پروسه اسانه کړي ترڅو خلک په اسانه ډول سره ورته لاسرسی وکړي.

د یادونې ده، چې د برښنایي تذکرو ترلاسه کولو مرکز ته هره ورځ څه باندې ۵۰۰ تنه مراجعه کوي چې د یادې ادارې د مسوولینو په وینا له هغه جملې یې ۲۵۰ تنو کاري مراحل طی کيږي.

د تير جمهوري حکومت پرمهال پر يوې الکترونیکي تذکرې ۱۰۰ افغانۍ دولت ته ورکول کيدې خو د طالبانو په راتګ سره اوس هرکس اړ دی چې د طالبانو حکومت ته پر يوې تذکرې ۳۰۰ افغانۍ ورکړي.

د معلوماتو او احصايي رياست چارواکي وايي، د تيرو څلورو مياشتو پر مهال یې د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې ۳۴۰ زره برښنايي پيژندپاڼې ويشلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه