اطلاعات روز: خوست ولايت کې د طالبانو امنيتي چارواکي وايي، له تېرو څلورويشتو ساعتونو راهیسې يې په دې ولايت کې د شرابو جوړولو کارخونه او د غلا په تور پنځه کسان نيولي دي.
په خوست ولايت کې له جنايي جرمونو سره د طالبانو د مبارزې مدير صابر صابري تېره ورځ ناوخته د (۷ د مرغومې) د خبري ناستې پر مهال وويل، چې امنيتي او کشفي ارګانونو د ځانګړو عملياتو پر مهال د شرابو جوړولو په کارخونه کې په زياته اندازه شراب له دوو کسانو سره يو ځای نيولي دي.
هغه همدا راز وويل، چې درې هغه غله يې هم نيولي، چې د وزيرستاني کډوالو له يو ځوان څخه يې موټر تښتولی و.
نوموړي وويل: «دغه عملیات پرون ورځ او بیګاه شپه ترسره شول، چې دوه لویې لاسته راوړنې مو لرلې، یو مو هم په تڼيو ولسوالۍ کې هغه موټر چې څه موده وړاندې تښتولی و، دعملياتو هر مهال مو لومړۍ موټر او بیا مو غله ونیول، دوهم مو بېګاه شپه پنځه بوشکې او نېږدې پنځوس بوتله شراب له دوو کسانو سره یو ځای د مرکز اړوند په شګې کلي کې ونیول.»
د خوست ولايت امنيتي چارواکي په داسې مهال د لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې د غلاو او جنايي جرمونو پېښې ډېرې شوې او خلک له امنيتي ارګانونو په دې برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.
