طالبانو خوست کې د شرابو کارخونه له منځه وړې

اطلاعات روز: خوست ولايت کې د طالبانو امنيتي چارواکي وايي، له تېرو څلورويشتو ساعتونو راهیسې يې په دې ولايت کې د شرابو جوړولو کارخونه او د غلا په تور پنځه کسان نيولي دي.

په خوست ولايت کې له جنايي جرمونو سره د طالبانو د مبارزې مدير صابر صابري تېره ورځ ناوخته د (۷ د مرغومې) د خبري ناستې پر مهال وويل، چې امنيتي او کشفي ارګانونو د ځانګړو عملياتو پر مهال د شرابو جوړولو په کارخونه کې په زياته اندازه شراب له دوو کسانو سره يو ځای نيولي دي. 

هغه همدا راز وويل، چې درې هغه غله يې هم نيولي، چې د وزيرستاني کډوالو له يو ځوان څخه يې موټر تښتولی و.

نوموړي وويل: «دغه عملیات پرون ورځ او بیګاه شپه ترسره شول، چې دوه لویې لاسته راوړنې مو لرلې، یو مو هم په تڼيو ولسوالۍ کې هغه موټر چې څه موده وړاندې تښتولی و، د‌عملياتو هر مهال مو لومړۍ موټر او بیا مو غله ونیول، دوهم مو بېګاه  شپه پنځه بوشکې او نېږدې پنځوس بوتله شراب له دوو کسانو سره یو ځای د مرکز اړوند په شګې کلي کې ونیول.»

د خوست ولايت امنيتي چارواکي په داسې مهال د لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې د غلاو او جنايي جرمونو پېښې ډېرې شوې او خلک له امنيتي ارګانونو په دې برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه