د پاکستان کورنیو چارو وزیر: اغزن تار طالبانو سره په شریکه لګوو

اطلاعات روز: د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي، افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسله حل شوې او طالبانو سره په ګډه به یې ولګوي.

ښاغلي رشید دغه څرګندونې د پاکستان کراچۍ ښار کې پرون (دوشنبه، د لیندۍ په ۶مه) یوې خبري غونډې ته په وینا کې کړي. د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې ده.

د مشال راډیو راپور له مخې ښاغلي رشید ویلي: «غواړو چې دا اغزن تار د طالبانو سره په شريکه ولګوو. پر دې زموږ ډېر سرتېري وژل شوي او ډېرې پیسې پرې لګيدلې دي. طالبانو موږ ته ډاډ راکړی چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي.»

طالبانو بیا  تراوسه د شيخ رشيد دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوې خپرې شوې وېډیو کې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ پلوڅې سیمه کې طالبان پاکستاني سرتېري د اغزن تار له لګولو منع کوي.

په دې وېډیو کې ښکاري چې طالبان نااستعمال شوي هغه اغزن تار له ځان سره لېږدوي چې په ظاهر پاکستاني پوځ غوښتل د ډیورنډ پر کرښه یې تېر کړي.

خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر په دې ناسته کې طالبانو ته د پاکستان ملاتړ وریاد کړی او ویلې یې دي چې: «موږ د طالبانو سره مرسته کول غواړو. موږ د دوی حالت ته په کتو سره د ټولې نړۍ استازي دلته اسلام اباد ته راغوښتي وو.»

د ښاغلي رشید د دې ملاتړ موخه څو ورځې وړاندې د پاکستان په کوربه‌توب د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه وه چې افغانستان سره یې د بشري مرستو غږ پورته کړ.

ډیورډ فرضي کرښه چې تل د افغانستان او پاکستان پرې ناندرۍ پورته شوي، تېر هېڅ افغان حکومت د رسمي سرحد په توګه نه ده منلې، خو پاکستان یې بیا د رسمي پولې په توګه یادوي.

پاکستان وایي له دې امله پر دې کرښه اغزن تار تېروي چې په وینا یې خپل امنیت خوندي کړي، خو افغان حکومت وایي، دا رسمي پوله نه ده او پاکستان حق نه لري چې اغزن تار پرې تېر کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه