اطلاعات روز: د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي، افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسله حل شوې او طالبانو سره په ګډه به یې ولګوي.
ښاغلي رشید دغه څرګندونې د پاکستان کراچۍ ښار کې پرون (دوشنبه، د لیندۍ په ۶مه) یوې خبري غونډې ته په وینا کې کړي. د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې ده.
د مشال راډیو راپور له مخې ښاغلي رشید ویلي: «غواړو چې دا اغزن تار د طالبانو سره په شريکه ولګوو. پر دې زموږ ډېر سرتېري وژل شوي او ډېرې پیسې پرې لګيدلې دي. طالبانو موږ ته ډاډ راکړی چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي.»
طالبانو بیا تراوسه د شيخ رشيد دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوې خپرې شوې وېډیو کې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ پلوڅې سیمه کې طالبان پاکستاني سرتېري د اغزن تار له لګولو منع کوي.
په دې وېډیو کې ښکاري چې طالبان نااستعمال شوي هغه اغزن تار له ځان سره لېږدوي چې په ظاهر پاکستاني پوځ غوښتل د ډیورنډ پر کرښه یې تېر کړي.
خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر په دې ناسته کې طالبانو ته د پاکستان ملاتړ وریاد کړی او ویلې یې دي چې: «موږ د طالبانو سره مرسته کول غواړو. موږ د دوی حالت ته په کتو سره د ټولې نړۍ استازي دلته اسلام اباد ته راغوښتي وو.»
د ښاغلي رشید د دې ملاتړ موخه څو ورځې وړاندې د پاکستان په کوربهتوب د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه وه چې افغانستان سره یې د بشري مرستو غږ پورته کړ.
ډیورډ فرضي کرښه چې تل د افغانستان او پاکستان پرې ناندرۍ پورته شوي، تېر هېڅ افغان حکومت د رسمي سرحد په توګه نه ده منلې، خو پاکستان یې بیا د رسمي پولې په توګه یادوي.
پاکستان وایي له دې امله پر دې کرښه اغزن تار تېروي چې په وینا یې خپل امنیت خوندي کړي، خو افغان حکومت وایي، دا رسمي پوله نه ده او پاکستان حق نه لري چې اغزن تار پرې تېر کړي.
