د بشر حقونو څار سازمان: د طالبانو تازه کړنلاره تر ډېره د ښځو زنداني کولو په اړه ده

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان د ښځو سفر په اړه د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر له تازه کړنلارې په نیوکې ویلي چې دا کړنلاره تر ډېره د ښځو بندي کولو اړوند ده.

د بشر حقونو څار سازمان د ښځو حقوقو مدیر مرستیاله هدر بار فرانسي خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو نوې کړنلاره له ښځو هغه فرصتونه اخلي چې د هغې پر بنسټ هغوی کولی شي ازادانه حرکت وکړي، بل ښار ته سفر وکړي، سوداګري وکړي او یا کور کې تاوتریخوالي سره مخېدو حالت کې وتښتي.

د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر تازه کړنلاره کې راغلي چې د مساپروړونکو موټرچلوونکي بې‌حجابه او هغه ښځې چې محرم و نه لري، په ۴۵ مایله چې ۷۲ کیلومټره کېږي په اوږدوالي سفر کې سپرې نه کړي.

له موټرچلوونکو دغه راز غوښتل شوي چې موسیقي وا نه وري او موټر د لمانځه پر مهال په مناسب ځای کې ودروي. په دې کړنلاره کې د موټرچلوونکو له خوا د نشه‌یي توکو کارونه او لېږد هم منع شوی دی.

په همدې حال کې د طالبانو مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني د بشر حقونو څار سازمان څخه په نیوکې غبرګون ښودلی او او د دې سازمان څرګندونې یې «پروپاګند او منفي تبلیغات» یاد کړي دي.

سمنګاني په یو ټوېټ کې لیکلي چې طالبان طالبان د سړیو او ښځو په ګډون د هېواد ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دي او د هغوی د کار او زده کړو حق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دی.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره، پر ښځو ډېر محدودیتونه لګېدلي دي. دې ډلې ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړې او له شپږم پورته ټولګیو ته یې نجونې له تګه محرومې کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه