اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان د ښځو سفر په اړه د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر له تازه کړنلارې په نیوکې ویلي چې دا کړنلاره تر ډېره د ښځو بندي کولو اړوند ده.
د بشر حقونو څار سازمان د ښځو حقوقو مدیر مرستیاله هدر بار فرانسي خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو نوې کړنلاره له ښځو هغه فرصتونه اخلي چې د هغې پر بنسټ هغوی کولی شي ازادانه حرکت وکړي، بل ښار ته سفر وکړي، سوداګري وکړي او یا کور کې تاوتریخوالي سره مخېدو حالت کې وتښتي.
د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنالمنکر تازه کړنلاره کې راغلي چې د مساپروړونکو موټرچلوونکي بېحجابه او هغه ښځې چې محرم و نه لري، په ۴۵ مایله چې ۷۲ کیلومټره کېږي په اوږدوالي سفر کې سپرې نه کړي.
له موټرچلوونکو دغه راز غوښتل شوي چې موسیقي وا نه وري او موټر د لمانځه پر مهال په مناسب ځای کې ودروي. په دې کړنلاره کې د موټرچلوونکو له خوا د نشهیي توکو کارونه او لېږد هم منع شوی دی.
په همدې حال کې د طالبانو مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني د بشر حقونو څار سازمان څخه په نیوکې غبرګون ښودلی او او د دې سازمان څرګندونې یې «پروپاګند او منفي تبلیغات» یاد کړي دي.
سمنګاني په یو ټوېټ کې لیکلي چې طالبان طالبان د سړیو او ښځو په ګډون د هېواد ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دي او د هغوی د کار او زده کړو حق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دی.
پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره، پر ښځو ډېر محدودیتونه لګېدلي دي. دې ډلې ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړې او له شپږم پورته ټولګیو ته یې نجونې له تګه محرومې کړي دي.
