کندهار کې طالبانو د واده مراسمو کې د موسيقۍ پر غږولو بنديزلګولی

اطلاعات روز: د کندهار ښار یو اوسیدونکی حاجي همکار ادعا کوي چې د دوی د کورنۍ مشر طالبانو تیره شپه په دې جرم نېولی چې د واده په مراسمو کې یې موسیقي وه او کور کې یې بيا ښځو دریا غږوله.

هغه نن (یکشنبه، ۵ د مرغومې) اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې د کوچني ورور واده یې ول او دوی په یوه هوټل کې موسیقي اوریده چې د کندهار د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کسان ورغلي او د هغه مشر ورور یې نیولی دی.

نوموړي وویل، تر څو ساعته بند وروسته دوی توانیدلي چې خپل ورور وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړي.

هغه وایي د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له خوا ورته وویل شول چې په ودونو کې د موسیقۍ او دریا غږول له تېرې شنبې ورځې بند شوي دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې موضوع د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مسوولینو سره وغږیږو، خو بریالي نه شو.

کندهار کې په داسې مهال دغه پیښه رامنځته کیږي چې تازه پر ټولنیزو رسنیو یوه خبرپاڼه  لاس په لاس کیږي او په کې لیکل شوي چې موټرچلوونکي دې په موټر کې د موسیقۍ د اوریدولو او د بې حجابه ښځو سپرولو اجازه نه لري.

په دغه خپرپاڼه کې لیکل شوي چې موټرچلوونکو ته په کار ده، خپلو سپرلیو ته د لمانځه او نیکو کارونو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو په لاس د حکومت له پرځولو وروسته، له بیلابیلو ولایتونو راپورونه خپاره شوي چې طالبانو پر موسیقۍ بندیزونه لګولي او خلک د سټایلي ویښتانو جوړولو او ږیرې خریلیو ته نه پریږدي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه