اطلاعات روز: د کندهار ښار یو اوسیدونکی حاجي همکار ادعا کوي چې د دوی د کورنۍ مشر طالبانو تیره شپه په دې جرم نېولی چې د واده په مراسمو کې یې موسیقي وه او کور کې یې بيا ښځو دریا غږوله.
هغه نن (یکشنبه، ۵ د مرغومې) اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې د کوچني ورور واده یې ول او دوی په یوه هوټل کې موسیقي اوریده چې د کندهار د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کسان ورغلي او د هغه مشر ورور یې نیولی دی.
نوموړي وویل، تر څو ساعته بند وروسته دوی توانیدلي چې خپل ورور وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړي.
هغه وایي د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له خوا ورته وویل شول چې په ودونو کې د موسیقۍ او دریا غږول له تېرې شنبې ورځې بند شوي دي.
موږ هڅه وکړه چې په دې موضوع د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مسوولینو سره وغږیږو، خو بریالي نه شو.
کندهار کې په داسې مهال دغه پیښه رامنځته کیږي چې تازه پر ټولنیزو رسنیو یوه خبرپاڼه لاس په لاس کیږي او په کې لیکل شوي چې موټرچلوونکي دې په موټر کې د موسیقۍ د اوریدولو او د بې حجابه ښځو سپرولو اجازه نه لري.
په دغه خپرپاڼه کې لیکل شوي چې موټرچلوونکو ته په کار ده، خپلو سپرلیو ته د لمانځه او نیکو کارونو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو په لاس د حکومت له پرځولو وروسته، له بیلابیلو ولایتونو راپورونه خپاره شوي چې طالبانو پر موسیقۍ بندیزونه لګولي او خلک د سټایلي ویښتانو جوړولو او ږیرې خریلیو ته نه پریږدي.
