ننګرهار کې د نجونو او هلکانو فراغت‌غونډه؛ طالبان: د نجونو تعلیم ته ځانګړی پام کېږي

اطلاعات روز: د ننګرهار عامې روغتيا رياست اړوند روغتيايي علومو انسټيټيوټ د عالي نرسنګ او عالي قابلګۍ له څانګو ۱۰۴ تنه چې ۳۴ یې نجونې او پاتې یې هلکان دي، فارغ شول.

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس عطاالرحمن فاتح په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وويل، چې د څلور ديرش نجونو په ګډون ۱۰۴ تنه د عالي نرسنګ اوولسمې او د عالي قابلګۍ پنځلسمې دورې څخه فارغ شول چې دوی به په راتلونکې کې هم د نجونو تعليم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د نوموړي په خبره د طالبانو په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې له دولتي انستیتوت څخه دې ولایت کې په دومره لویه کچه د محصلینو فراغت غونډه جوړوي.

عطاالرحمن فاتح زیاته کړه: «دا د وياړ ځاي دي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د  لومړي ځل لپاره  د دولتي انستیتوت د محصلينو فراغت غونډه نمانځي او مونږ هڅه کې یو چې د هلکانو او نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړو او دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسو.»

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس عطاالرحمن فاتح وایي، د نجونو زده‌کړو لپاره به ځانګړی پام وشي.

غونډې ته د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي امان الله عادل هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې طالبان د نجونو تعليم ته ژمن دي او هم یې له نويو فارغو شویو محصلینو  وغوښتل چې په خپله برخه کې خلکو ته صادقانه خدمت وکړي.

فارغيو شويو محصلين بیا له طالبانو غوښتنه کوي چې دوی ته دې کار کولو زمینه برابره کړي او هم دې دې د نجونو پر وړاندې د زده کړو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

د ياد انيسټيټيوټ د مسولینو د مالوماتو له مخې، چې اوسمهال په دې تعليمي اداره کې د څلور اويا نجونو په ګډون څلور سوه پنځوس تنه په زده کړو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه