اطلاعات روز: د ننګرهار عامې روغتيا رياست اړوند روغتيايي علومو انسټيټيوټ د عالي نرسنګ او عالي قابلګۍ له څانګو ۱۰۴ تنه چې ۳۴ یې نجونې او پاتې یې هلکان دي، فارغ شول.
ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس عطاالرحمن فاتح په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وويل، چې د څلور ديرش نجونو په ګډون ۱۰۴ تنه د عالي نرسنګ اوولسمې او د عالي قابلګۍ پنځلسمې دورې څخه فارغ شول چې دوی به په راتلونکې کې هم د نجونو تعليم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د نوموړي په خبره د طالبانو په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې له دولتي انستیتوت څخه دې ولایت کې په دومره لویه کچه د محصلینو فراغت غونډه جوړوي.
عطاالرحمن فاتح زیاته کړه: «دا د وياړ ځاي دي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره د دولتي انستیتوت د محصلينو فراغت غونډه نمانځي او مونږ هڅه کې یو چې د هلکانو او نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړو او دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسو.»

غونډې ته د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي امان الله عادل هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې طالبان د نجونو تعليم ته ژمن دي او هم یې له نويو فارغو شویو محصلینو وغوښتل چې په خپله برخه کې خلکو ته صادقانه خدمت وکړي.
فارغيو شويو محصلين بیا له طالبانو غوښتنه کوي چې دوی ته دې کار کولو زمینه برابره کړي او هم دې دې د نجونو پر وړاندې د زده کړو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
د ياد انيسټيټيوټ د مسولینو د مالوماتو له مخې، چې اوسمهال په دې تعليمي اداره کې د څلور اويا نجونو په ګډون څلور سوه پنځوس تنه په زده کړو بوخت دي.
