د طالبانو د کابینې غونډه؛ د شاه و عروس بند د چارو بشپړېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي

اطلاعات روز: د طالبانو د کابینې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې د شاه و عروس بند د چارو تکمیل لپاره دې «عاجل» اقدامات وشي.

د کابینې دغه غونډه د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او عمومي رییسانو په ګډون ترسره شوې ده.

د غونډې په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دې لپاره چې د شاه و عروس بند پاتې کارونه ترسره او د ابیارۍ او انرژۍ د تولید په برخه کې د استفادې وړ وګرځي، د اوبو او انرژۍ وزارت ته یې د بشپړېدو لپاره د ژر ګام اخیستو سپارښتنه شوې ده.

اعلامیه کې راغلي: «د لویو زېربنایي پروژو د کار د دوام په اړه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د شاه و عروس بند د چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات وکړي، تر څو یې پاتې کارونه ترسره او د ابیارۍ او انرژۍ د تولید په برخه کې د استفادې وړ وګرځي.»

دغه راز د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د محافظت عامې تصدۍ دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت ترسره کوي او د وزارتونو، ریاستونو، همدراز ملي تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو ساتنه دې د همدې ادارې له‌خوا ترسره کېږي.

دغه راز په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د فعالیت په اړه د وزیرانو شورا د اداري پلاوي طرحه تایید او په تعمیل یې ټینګار شوی دی.

همدارنګه د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ته دنده سپارل شوې څو د دارالافتاګانو د جواز د ورکړې قوانین او لوایح په دقیق ډول وڅېړي او د کابینې مجلس ته یې راپور وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د کابینې په دې غونډه کې د یو شمېر حکومتي ادارو لکه د اراضي او املاکو ریاست، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کوچیانو لوی ریاست د برخلیک په اړه هم بحث او پرېکړې شوي دي، خو د پرېکړې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه راز په دې غونډه کې د شرکتونو د ستونزو د څېړنې لپاره پر ټاکل شوي پلاوي غږ شوی چې خپله څېړنه چټکه کړي څو یې په اړه لازمه پرېکړه ونیول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه