اطلاعات روز: د طالبانو د کابینې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې د شاه و عروس بند د چارو تکمیل لپاره دې «عاجل» اقدامات وشي.
د کابینې دغه غونډه د ریاستالوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او عمومي رییسانو په ګډون ترسره شوې ده.
د غونډې په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دې لپاره چې د شاه و عروس بند پاتې کارونه ترسره او د ابیارۍ او انرژۍ د تولید په برخه کې د استفادې وړ وګرځي، د اوبو او انرژۍ وزارت ته یې د بشپړېدو لپاره د ژر ګام اخیستو سپارښتنه شوې ده.
اعلامیه کې راغلي: «د لویو زېربنایي پروژو د کار د دوام په اړه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د شاه و عروس بند د چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات وکړي، تر څو یې پاتې کارونه ترسره او د ابیارۍ او انرژۍ د تولید په برخه کې د استفادې وړ وګرځي.»
دغه راز د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د محافظت عامې تصدۍ دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت ترسره کوي او د وزارتونو، ریاستونو، همدراز ملي تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو ساتنه دې د همدې ادارې لهخوا ترسره کېږي.
دغه راز په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د فعالیت په اړه د وزیرانو شورا د اداري پلاوي طرحه تایید او په تعمیل یې ټینګار شوی دی.
همدارنګه د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ته دنده سپارل شوې څو د دارالافتاګانو د جواز د ورکړې قوانین او لوایح په دقیق ډول وڅېړي او د کابینې مجلس ته یې راپور وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت د کابینې په دې غونډه کې د یو شمېر حکومتي ادارو لکه د اراضي او املاکو ریاست، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کوچیانو لوی ریاست د برخلیک په اړه هم بحث او پرېکړې شوي دي، خو د پرېکړې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغه راز په دې غونډه کې د شرکتونو د ستونزو د څېړنې لپاره پر ټاکل شوي پلاوي غږ شوی چې خپله څېړنه چټکه کړي څو یې په اړه لازمه پرېکړه ونیول شي.
